ناورينشمالی امریکا
په ایران او مکسیکو کي د بسانو په ټکر کي سخته مرگ ژوبله
۱۴۰۱ دی ۱۰, شنبهاعلان
د مسؤلینو په حواله د سیاحینو څخه ډک دغه بس پرون جمعه د مکسیکو د مرکزي ایالت گوانایوآتا د لیون ښار څخه د نایاریت ایالت ته پرلاري ټکر سوی دی. سربیره پردې تر لسو اضافه نور کسان پکښي زخمیان سوي هم دي.
د بس په یوه بله واقعه کي نن شنبه د ایران په لوی بین المللي هوايي میدان کي هم په یوه ټکر کي یو کس وژل سوی دی. د ایران د دولتي رسنیو په حواله تر ۳۰ اضافه نور انسانان هغه وخت ټپيان سول، کله چي د تهران سره نژدې د امام خومیني د هوايي میدان په شاوخوا کي دوو بسانو ټکر سره وکړ.