په امریکا کي باد وطوفان ۱۶ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبهد امريکا متحده ايالاتو د هواپیژندنې ادارې ویلي دي، چي د «مایکل» په نامه هېریکن او باد وطوفان یوازي د فلوریدا په ایالت کي اوه، په ویرجنیا کي پنځه او شمالي کاراولاین او جورجیا کي درې انسانان له منځه وړي دي. هغوی اټکل کوي، چي د قربانیانو تعداد به نور هم لوړ سي. ځکه چي ژغورونکې عمله تر اوسه پوري ټولو طوفان ځپلو ځایونو ته د ورتگ امکانات نه لري. په سلونو نور انسانان ورک هم دي.
د «مایکل» هېریکن او باد وطوفان د چهارشنبه په ورځ د فلوریدا د شمال غربي منطقې څخه تیر سو او ډیري خرابۍ یې رامنځته کړې. د هېریکن دغه لوړي دوهمي درجې باد وطوفان بې حاسبه وني او د برق پایې چپه کړې. د هغه سرعت په ساعت کي تر ۲۵۰ کیلومتره پوري ؤ.
له بلي خوا بیا د اندونیزیا د سوماترا په جزیره کي هم د مځکي ښوویدنو او سیلابونو په سبب لږ ترلږه ۲۲ انسانان وژل سوي دي، چي ډیری یې کوچنیان وه.
سخت بارانونه د اندونیزیا دسوماترا د جزیرې په شمال کي سخت سیلابونه او مځکي ښویدني رامنځته کړې، دلوشو غونډۍ یې جوړي او هغه بیا ډیر کورونه هم لاندي کړل. چارواکي اوس گومان کوي ،چي د قربانیانو تعداد به نور هم لوړ سي، ځکه چي نور ډیر انسانان لا ورک دي.
زموږ دآرشیف خخه یوانځوریز البوم:(12.03.2018)