په امريکا کي ځوان احتجاج کوونکي کوم مرام لري؟
د پوليسو له خوا د نيول کېدو پر وخت د جورج فلويډ د مړيني پر ضد په واشنګټن کي «د تور پوستو ژوند ارزښت لري» تر شعار لاندي احتجاجونه ادامه لري. په دغو احتجاجونو کي ځوان ګډونوال کومي غوښتني او مقاصد لري، دلته يې لوستلای سئ:
(ناتان (۱۶ کلن)، سامي (۱۷ کلن)، مېتيو (۱۵ کلن)، نويل (۱۸ کلن)
نويل وايي چي دی او ورسره مل نور زده کوونکي د لومړي ځل له پاره «د يو لوی غورځنګ» برخه وال دي. سامي وايي چي دوی تر مخه ډېر کوچنيان ول خو اوس پوهيږي چي څه تيريږي او غواړي تر خپله وسه د خپلې ټولني ملاتړ وکړي. سامي زياتوي:«موږ غواړو د تورپوستو له پاره امريکا بهتره ځای وګرځي.»
چيلسته (۲۱کلنه)
محصله چيلسته هم «د تور پوستو ژوند ارزښت لري» شعارونه ورکوي. هغه وايي: «ليکن دلته د هغوی ژوند نه حسابيږي.» هغه غوښتنه کوي چي بايد د پوليسو جدي نظارت وسي. نوموړې زياتوي چي «پوليسو د احتجاج کوونکو سره ډېر بد وضعيت کړی چي دا د پوليسو له لوري تاوتريخوالی ؤ» .
ډېبورا (۱۸کلنه)
د ښوونځي زده کوونکې ډېبورا وايي: «زه د جورج فلويډ، برېونا ټېلر او د ټولو هغو له پاره عدالت غواړم چي هره ورځ د پوليسو له خوا وژل کيږي.» د دې پوښتني په جواب کي چي ايا دا او نور احتجاج کوونکي به کوم بدلون رامنځته کړلای سي که څنګه، ډېبورا وايي: «بايد چي دا کار وکړو ځکه چي بله لاره نه لرو.»
اېډي (۲۳کلن)، مېري (۲۴کلنه)
د يوې آندخونې له پاره کار کوونکې اېډي وايي «که موږ په خپل هيواد کي دننه د بشري حقونو نقض ولرو، نو بيا د بشري حقونو د دفاع له پاره هغه مبارزه چي موږ (د امريکا متحده ايالات) يې په ټوله نړۍ کي کوو، کومه ګټه نه لري.» مېري پکښي زياتوي: «بې طرفي کفايت نه کوي... خاموش پاته کېدل جنايت دی.»
وېسټن (۱۲کلن)
زدکوونکی وېسټن چي د خپل پلار سره یې په ګډه په دغه احتجاج کي ګډون کړی وايي: «زه دلته د جورج فلويډ، خپل هيواد او خپل کلتور په استازيتوب راغلی يم.» هغه وايي د فلويد سره چی څه پیښ سوي ، واقعاً ډېره غمګينه خبره ده.
ميا (۲۱کلنه)
محصله ميا وايي: «زموږ په ټولنه کي پر تورپوستو دا ډول فشار او د هغوی وژنه له ۴۰۰ کالو راهيسي ادامه لري.» هغه زياتوي: «نور بس دی. موږ نور ستړي سوي يو. خو موږ د ترېو مارتين او ایريک ګارنر د پيښو پر وخت هم ستړي ؤ. خو بالاخره زه هغه عمر ته رسېدلې يم چي خپل ږغ پورته کولای سم. هر بل ږغ مهم دی.»
کايلا (۲۱کلنه)
محصله کايلا وايي چي تاريخ تکراريږي او دا چي اوس د بدلون وخت راغلی دی. هغه زياتوي:« دا زموږ حق دی چي بالآخره مو ږغ واورېدل سي ځکه چي په کافي وخت مو انتظار وکړ. پوځ بايد دلته نه وای. په اصل کي حکومت بايد د دې غم وخوري چي موږ ځان خوندي احساس کړو خو پر ځای يې موږ مجبوره سوي چي دا کار په خپل لاس کي واخلو.»
براين (۲۵ کلن)
براين وايي چي نور د خپلو خلکو له وژل کېدو څخه تر پوزي راغلی دی. دغه محصل چي د استازو په جرګه کي کار کوي په سترګو کي يې اوښکي دي او زياتوي چي « لومړی خو موږ بايد ترمپ ته نوري رايي ورنکړو چی بیا انتخاب سي. هيڅ دليل نسته چي يو ولسمشر د خپلو ولسي خلکو په وړاندي د تاوتريخوالي او وژني غوښتنه کوي.» کارلا برايتنباخ (واشنګټن)/ا.ا./ګ.پ.