په المان کي د انرژۍ بحران
۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبهاعلان
د غذايي موادو دغه الماني لوی شرکت، چي په ډیرو نورو هیوادونو کي هم څانګي لري، خبر ورکړی دی چي د راتلونکي نومبر میاشتي له اولي څخه به یې په ډیرو مغازو کي د ماښام د خوا وختونه راکم او پر اتو بجو وتړل سي.
په اعلامیه کي راغلي چي دغه تدابیر به په اول قدم کي د راتلونکي ۲۰۲۲/۲۳ کلونو د ژمي پر وخت د انرژۍ د سپما پخاطر تطبیق سي. خو دا چي د جرمني د غذايي موادو نور شرکتونه، لکه الډي جنوب، لیډل یا ریوه(Rewe ) به همدا کار وکړي، تر اوسه پوري معلومه نه ده.