په افغانستان کي امریکايي ځواکونه له پنځو اډو څخه وتلي دي
۱۳۹۹ تیر ۲۴, سهشنبهامریکا متحده ایالاتو او طالبانو تائید کړې ده چې په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه له پنځو پوځي اډو څخه وتلي دي. دواړو لورو د یادو پوځي اډو د ځای په هکله څه نه دي ویلي، خو د افغان امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، امریکايي ځواکونو د هلمند، روزګان، پکتیکا او لغمان له پوځي اډو وتلي دي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د روان کال په فبروري مياشت کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، امریکا متحده ایالات اړ دي چې په ۱۳۵ ورځو کې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر ۸۶۰۰ ته را ټیټ کړي او همدا راز د دې هیواد له پنځو پوځي اډو څخه ووځي. په توافق کې ټاکل شوې موده پرون د دوشنبې په ورځ پای ته ورسیده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د دغه اقدام هرکلی کړی دی، خو پر امریکايي ځواکونو یې تور پورې کړی چې د جګړې له سیمو بهر په یو شمیر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کوي.
بل لوري ته نن د سه شنبې په ورځ د افغان سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه ټویټري پیغام کې د دې پخلی کړی چې واشنګټن د توافق لومړی پړاو پای ته رسولی دی.
خلیلزاد په دې ټویټري پیغام کې پر طالبانو باندې د سمنګان د خونړي برید له کبله نیوکه وکړه چې پکې د ملي امنیت ۱۲ تنه غړي ووژل شول او د ملکیانو په ګډون یې ۶۳ تنه نور ټپیان کړل. خلیلزاد ویلي دي چې دغه راز بریدونه د طالبانو د هغې ژمنې سره په ټکر کې دي چې غواړي تاوتریخوالي کم کړي.