په افغانستان کي د زلزلې د قربانیانو شمېر ۹۰۰ کسانو ته لوړ سو
۱۴۰۴ شهریور ۱۱, سهشنبهد طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر پر دوهمه) د اسوشتیدپرس خبري آژانس ته وویل چې د افغانستان په ختیځو سیمو په تیره بیا کونړ کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر لا پسې ډیر سوی دی.
د دغې ادارې په حواله، تازه معلومات ښيي چي د دوشنبې په شپه زلزله کې په غرنیو سیمو کې ۹۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شاوخوا ۳۰۰۰ نور ټپیان سوي دي.
د ریشتر په مقیاس ۶ درجې دغه زلزله کي، ځینې کلي له خاورو سره برابر سول او د دغو کلیو ډېر اوسیدونکي بې ځایه سوي دي.
اړوند:د افغانستان په ختیځ کې زلزلې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژلي
د طالبانو ادارې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویاند یوسف حماد وویل: «زخمیان د انتقال کیدو په حال کې دي او له دې امله امکان لري چي د قربانیانو په شمېر کي د پام وړ بدلون راسي.»
دغه زلزله د دې سبب سوې ده چي ځیني سړکونه وتړل سي او دغي ستونزې، زیانمنونکو خلکو ته لاس رسی لا پسې سخت کړی دی.
حماد زیاتوي: « زلزله په ځینو سیمو کي د مځکې ښوېدنې او سړکونو د بندیدو سبب سوه، خو دغه لاري بیرته پرانیستل سوي دي او نور سړکونه به هم پرانیستل سي تر څو هغو سیمو ته لاس رسی پیدا سي چې لاس رسی ورته سخت دی.»
د پلټنو د عملیاتو ادامه
په کونړ کي له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې رئیس احسانالله احسان، رویترز خبري آژانس ته وویل چي د کونړ ولایت په څلورو ولسوالیو کي د دوشنبې په ورځ د پلټنو او ژغورنو عملیات روان ول او اوس هلي ځلي لیرو پرتو غرنیو سیمو ته پر لاس رسي متمرکزې دي.
اړوند:ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره مرستو ته تیاری ښودلی دی
احسان وویل: «موږ نه سو کولای په دقیق ډول اټکل وکړو چي څومره نور جسدونه لا تر خاورو لاندې دي. زموږ هڅه داده چي عملیات د امکان ترحده ژر پای ته ورسوو تر څو اغیزمنو کورنیو ته د مرستندویه توکو ویشل پیل کړو.»
دغه زلزله د دوشنبې په نیمه شپه د افغانستان پر وخت ۱۱ بجو او ۴۷ دقیقو رامنځته سوه او ټکانونه یې حتی په کابل او اسلام آباد کې هم احساس سول.
د امریکا متحده ایالاتو د مځکې پیژندنې سازمان اعلان وکړ چي د دغي زلزلې مرکز د ننگرهار ولایت د جلال آباد ښار د ختیځ- شمال ختیځ په ۲۷ کیلومترۍ او د مځکې په ۸ کیلومتره ژوره کې وو.