په افغانانو ډکي يوې بلي الوتکي له پاکستانه جرمني ته پروازکړی
۱۴۰۴ فروردین ۲۷, چهارشنبهدا خبره په برلین کي د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند تائيد کړې ده. په نوموړې الوتکه کي داسي کسان سپاره دي چي د جرمني د بیلابیلو پروگرامونو له خوا یې د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي.
نوموړي ویاند ټینگار کړی دی چي د منلو وړ دغو ټولو کسانو «بې شمېره امنیتي معاینات» ترسره کړي دي.
اړوند:څه د پاسه ۱۷۰ افغانان له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول
په داسي حال کي چي د آلمان د منلو پروګرامونو د راتلونکي په هکله "البته د نوي فدرالي حکومت له خوا پریکړه کیږي" خو اوس به لومړیتوبونه هغو قضیو ته ورکړل سي چې پکښې د منلو ژمنې مخکي لا سوي دي. دا کار نور څه ناڅه ۲۶۰۰ کسان اغیزمن کوي.
دا ډول الوتنې په تیره بیا د جرمني د اتحادي فراکسیون له خوا تر سختو انتقادونو لاندي راغلي دي. دغه ډول ژمنې د آلمان پوځ او نورو آلماني بڼسټونو د پخوانیو افغان سیمه ايزو کارکوونکو له پاره د پروگرام په چوکاټ کي ورکول کیږي. دلته خبره پر هغو کسانو ده چي په افغانستان کي په ۲۰۲۱م کال کي واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ځانگړي ډول زیانمنونکي بلل کیږي. د مثال په ډول د بشري حقونوفعالان او د رسنیو کارکوونکي.
اړوند:په جرمني کي د افغانانو د منلو پروگرام برخلیک لا معلوم نه دی
د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزارت وویل چي د اپریل د ۲۳ او ۲۹ مې له پاره هم دوې نورې الوتنې په ځانګړي ډول پلان سوي دي. خو فدرالي حکومت په پیل کي دا خبره تائيد نه کړه. د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندي څرگنده کړه چي په حقیقت کي دا ډول الوتني مخکي له مخکي نه اعلان کیږي.