په اروپا کې د پناه غوښتونکو شمیر ټیټ شوی دی
۱۳۹۷ خرداد ۱۵, سهشنبهد فونکه په نوم رسنیزې ډلې د سه شنبې په ورځ (د جون میاشتې ۵ نیټه) د اروپایې اتحادیې د شمیرو په اساس رپوټ ورکړی دی چې د روان ۲۰۱۸ م کال له جنورۍ څخه تر اپريل میاشتې پورې شاوخوا ۱۷۶ زره تنو د اروپایې اتحادیې په هیوادونو کې د پناهندګۍ غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.
دغه لړۍ د تیر کال همدې مودې په پرتله شاوخوا ۲۰ سلنه کموالی ښیې. د اروپایې اتحادیې د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیران د سه شنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د مهاجرت اړوند د نویو پرمختګونو په اړه سلامشورې کوي.
سوریه، عراق او افغانستان په اروپایې اتحادیه کې د پناه غوښتونکو مهاجرو مهم مبدأ هیوادونه دي. په دې رپوټ کې د پام وړ ډیره مهمه موضوع له ونزيویلا هیواد څخه د پناه د غوښتنلیکونو ډیریدل دي.
د دې رپوټ پر بنسټ دغه شمیر د روان کال له جنورۍ څخه تر اپریل میاشتې پورې له ۶۴۰۰ مواردو سره، یو مخ پر ډیریدونکی بهیر ښیې.
په همدې شمیر پناه غوښتونکي له ګرجستان څخه هم اروپایې اتحادیې ته راغلي دي، خو له دې هیواد څخه اروپايي ټولنې ته د رسیدونکو پناه غوښتونکو په شمیر کې د پخوا په پرتله کموالی راغلی دی.
دغه شمیرې په اصطلاح د اروپایې اتحادیې د مراقبتي او خبردارې سیستم په اساس چمتو شوي دي، په کوم کې چې ټول غړي هیوادونه خپل د ورځنیو پرمختګونو معلومات زیرمه کوي. دغه معلومات ابتدایې بڼه لري او له وروستیو اقداماتو سره کیدای شي په کې ډیر لږ تغیر رامنځته شي.
د اروپایې اتحادیې کمیسیون د ارزونې له مخې، د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د کمیدو سربیره په دې برخه کې وضعه نامطمئنه ده، ځکه د ارزونو له مخې د مهاجرت په برخه کې فشارونه دوام لري. په آلمان کې هم په دې برخه کې ارقام، د اروپا د کچې مطابق دي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې په حواله، د روان کال په لومړیو میاشو کې د نویو پناه غوښتونکو شمیر ۵۶۱۰۰ تنو ته رسیدلی او په دې ترتیب سره په دې هیواد کې هم د تازه رسیدونکو پناه غوښتونکو په شمیر ۲۰ سلنه کموالی لیدل کیږي.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: