په اروپا کې د سختي گرمۍ څپه
لويديځه اروپا د گرمۍ له يوې سختې څپې سره لاس او گريوان ده او خلکو ساحلونو او يا د لامبو حوضونو ته مخه کړې ده. په دې ترڅ کې د ټولنیز واټن د نه مراعتو له کبله د کرونا ويروس د پېښو د زياتيدو انديښنې ډېرې شوي دي.
د دوبي سهار
په آلمان کې د گرمۍ سختې څپې ډیر خلک له روغتيايي ستونزو سره لاس او گريوان کړي دي. سهار وختي د تودوخې درجه د ۱۸ او ۲۱ درجو ترمنځ وي، خو د سهار له لسو بجو څخه بيا د تودوخې درجه د آلمان په لويديځ کې تر ۳۰ درجو رسيږي.
آلمانان پر جهيلونو مين دي
د شنبې او يکشنبې په ورځو د آلمان په ځينو برخو کې گرمي تر ۳۸ سانتې گرادو اوښتې وه. د دې خبرې په پام کې نيولو سره چې ډير آلمانان د دوبي په رخصتيو کې دي او ځيني خارجي سيالانيان هم د يو څه محدوديتونو سره سفر کوي، چارواکو انديښنه څرگنده کړې وه چې د جهيلونو او اوبو پر غاړو راټوليدونکي خلک به ټولنیز واټن مراعت نه کړي. خو په آلمان کې په حوضونو او جهيلونو کې د خلکو بيروبار هغه کم وو چې تمه یي کيده.
د اور لگېدنې خطر
د تودوخې دا ډول لوړه درجه او د باران نه شتون په دې معنا دي چې په ټول آلمان کې د اور لگيدنې خطر موجود دی. خو پر دې سربيره هم خلک له موقع څخه په گټي سره په پارکونو کې کباب کوي. تر دې د مخه خبرداری ورکړل شوی چې ښايي د هېواد ځيني برخې د طوفان شاهدې واوسي.
په بريتانيا کې ریکارد ماتونکي گرمي
د بريتانيا په ځينو برخو کې د تودوجې درجه تر ۳۶ سانتي گرادو لوړه شوې ده چې په دې توگه دا په تیرو شلو کلونو کې د اگست تر ټولو گرمه مياشت ده. د کرونا پېښې هم په دې هېواد کې چې د اروپا د هر بل هېواد په پرتله ډېر کرونا ځپلې دی، اوس هم ډېرې دي، خو خلک سربیره پر دې هم ځانونه ساحلي تفريحي ځايونو ته رسوي.
بيلجيم له سيالانيانو خالي دی
په بيلجيم کې د آلمان په گډون د اروپا د ډېرو هېوادونو له پاره د سفر خبرداري اوس هم موجود دي. د سفر دغه محدوديت په آنتورپ ولايت کې د کرونا د مثبتو پېښو تر لوړيدو وروسته وضع کړل شوی وو. د بيلجيم وگړو هم له موقع څخه په استفادې سره د اروپا د نورو وگړو په څېر ساحلونو ته مخه کړې ده.
په فرانسه د گرمۍ د خبرداري سيسټم
تر هغه وروسته چې په پاريس کې د ټولو له پاره ماسک کارول اجباري شول، حکومت د گرمۍ څخه د خبرداري سيسټم هم ځای پر ځای کړ. له سيالانيانو غوښتنه شوې چې د گرمۍ پر سختې څپې سربیره هم ماسک وکاروي او د ټولنیز واټن مقررات دې پر ځای کړي.
په آلمان کې د ټولنیز واټن پر مراعتولو ټينگار
په آلمان کې د شليسوک هولشتاين ایالت چارواکو ساحل ته پر تلونکو د فاصلې د مراعتولو غږ کړی دی. زياتره یې ويره لري چې په ساحلونو کې به ازدهام ډېر شي. په آلمان کې د ښوونځيو د دوبي رخصتي مخ پر ختميدو دي او کورنۍ له دې فرصت څخه د تفريح او د بالتيک ساحل ته د تلو له پاره استفاده کوي.