په آلمان کې ۵۱ زره افغانانو ټولنیزې مرستې تر لاسه کړي
۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبهپه ۲۰۱۸م کال کې ۴۱۱ زره کسانو او په تیر کال کې ۳۸۵ زره پناه غوښتونکو د ټولنیزو مرستو د قانون له مخې مالي مرستې تر لاسه کړي دي. دغه راز په ۲۰۱۹م کال کې په څلورم پرله پسې ډول د مرستو اخيستونکو شير کې کمښت راغلی دی.
د آلمان احصائيوي ادارې د پنجشنبې په ورځ د (اکتوبر۱۵) اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵م کال کې شا اوخوا ۹۷۵ کسانو له دغه مرستو ګټه پورته کړې. دغه مرسته اخیستونکي هغه پناه غوښتونکي دی چې د پناه اخیستنې بهیر يې نه دی بشپړ شوی، یا له فرعي ملاتړ څخه برخه من دي او يا دولدونګ د اوسيدلو اجازه لري.
ورسره په ۲۰۱۹م کال کې په پرله پسې ډول د څلورم ځل له پاره مرسته اخیستونکو شمير کي کمښت راغلې.
دغه شمير خلک هغه بهرني اتباع دي چې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو اداري (بامف) له خوا د پناه غوښونکو په توګه نه پيژندل کيږې.
د ټولنيزو مرستو اخیستونکو څخه په ۲۰۱۹م کال کي ۳۶ سلنه نارینه،۳۷ سلنه ښځي،۳۲ سلنه تر اتلس کلنۍ ښکته۶۷ سلنه د اتلسو او ۶۴ کلونو تر منځ، کابو يو سلنه د ۶۵ کلونو عمر کې او له هغه پورته ول.
۵۳ سلنه د (۲۰۴ زره) په لوړ شمير سره مرسته اخیستونکي له آسیا څخه وو. ۵۱ زره له افغانستان څخه،۴۵ زره له عراق،۲۲ زره له سوریې څخه وو.
دغه شمير ښيې چې د ټولنيزو مرستو پر شرایطو برابر پناه غوښتونکي د افريقاي هيوادونو (۹۲ زره) او له اروپا څخه شل سلنه د (روسې له فدراسیون څخه ۲۴ زره او له ترکي څخه ۱۷ زره ) کسان وو.
د پيسو پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلی سئ: