په آلمان کې یوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعهد آلمان د ختیځ ایالت د زاکسن انهالت په بلنکنبورګ سیمه کې په یوه ارپاتمان کې د چاودنې په پایله کې ۱۵ کسان ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی. دغه خبر ځایي چارواکو آلماني رسنیو ته ورکړی دی. د رپوټونو له مخې مړ شوی کس یو ۷۸ کلن دی او په هماغه کور کې اوسیده چیرې چې چاودنه رامنځ ته شوې ده.
پولیسو ویلي دي چې «لومړنۍ نښې نښانې ښيې چې دغه پیښه د ګاز د چاودنې په پایله کې رامنځ ته شوې ده.» خو کله چې د دغه سیمې ښاروال هایکو برایت هاوپت، له رسنیو سره خبرې کولې نو ويې ویل چې د ودانۍ د ګرمیدو له پاره له ګاز څخه کار نه اخیستل کیده. چارواکو دا هم ویلي دي چې دوی د کومې پلان شوې چاودنې شواهد هم نه دي موندلي.
دغه چاودنه د سیمې په وخت د سهار تر نهو بجو دمخه رامنځ ته شوې ده. تر چاودنې وروسته ژغورنکې ډلې د پيښې ځاې ته ورسیدې او اطفایې د ودانۍ په تخلیې پېل وکړ او او د نورو احتمالي قربانیانو لټون یې کاوه. دغه ودانۍ ته څیرمه یو وړوکتون هم تخلیه شو او د پولیسو په وینا هیڅ کوم ماشوم ته زیان نه دی اوښتی. ځايي چارواکو ویلي چې چې دغه چاودنه د پنځه پوړیزي ودانۍ په لومړي منزل کې رامنځ ته شوې ده.