په آلمان کې کوم ډول جرمونه څومره کم شوي دي؟
په آلمان کې د جرمونو په اړه د تازه شمیرو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې د ترسره شویو جرمونو کچه، تر هغه د یوه کال مخکې په پرتله نږدې لس سلنه کمه شوې ده.
په ۲۰۱۷ ميلادي کال کې په آلمان کې په مجموعي ډول ۵،۷۶ لوی او کوچني جرمونه ثبت شوي دي. دا تر دې د یوه کال مخکې (۲۰۱۶م) کال په پرتله ۹،۶ سلنه کمښت ښيي.
په دې کې یو پر دریمه برخه یې په غلا او ورته جرمونو پورې اړوند دي. دا شمیر هم د ۲۰۱۶ م کال په پرتله ۱۲ سلنه کم دی.
په دوکانونو او مغازو کې د غلا دری نیم سوه پیښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې د جیب وهنې(کیسه بري) ۱۲۷ زره پيښې ثبت شوي دي.
تیر کال په آلمان کې تر ۳۳ زرو ډیر موټر او ۳۳ سوه زره بائسیکلونه غلا شوي دي.
تر کال په آلمان کې د قتل ۷۸۵ پیښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې دغه شمیر د ۲۰۱۶ م کال په پرتله ۳،۲ سلنه زیاتولوالی ښیې.
د نشه یې توکو اړوند جرایمو کې تر ۹ سلنه ډیر زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۲۳ زره داسې جرمونه ثبت او راجستر شوي دي.
د ماشومانو د لوڅو فلمونو یا چائلډ پورن په پيښو کې ۱۴،۵ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی. په دې اړوند شپږنیم زره پيښې ثبت شوي دي.
په ۷۳۶ زره پيښو کې بهرنیان ښکيل ول، چې دا د ۲۰۱۶ م کال په پرتله ۲۳ سلنه کمښت ښیې.