په آلمان کې عمومي پارلماني ټاکنې پیل شوې
۱۴۰۳ اسفند ۵, یکشنبهپه دې هیواد کې شاوخوا ۵۹ میلیونه وړ اتباعو ته بلنه ورکړل شوې ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي او خپل د خوښې ګوند او استازی وټاکي. له دې شمېر څخه، ۲،۳ میلیونه ځوانان دي چې د لومړي ځل لپاره رایې ورکوي.
دې شمیرې ته باید ۲۰۰ زره هغه جرمني اتباع هم اضافه شي چې په بهر کې ژوند کوي، چې ځینې یې ویل کیږي چې د وخت د محدودیت او د رایو پاڼو ناوخته رسیدو له امله د پوست له لارې خپلې رایې نشي ورکولی. نن به د رای ورکولو مرکزونه د سهار له ۸ بجو څخه تر ماښام ۶ بجو پورې خلاص وي.
نظر پوښتنې ښيي چې دوه ګوندونه مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسیال ګوند (CDU/CSU) به د ټاکنو په دې دوره کې تر ټولو پیاوړی ګوندونه وي. د صدراعظمۍ لپاره د (CDU/CSU) اتحاد نوماند فریدریش میرڅ، په ټاکنو کې د «پریکنده» بریا باور څرګند کړی دی.
د نظرپوښتنو له مخې، د آلمان لپاره بدیل ګوند (AfD) احتمال لري چې په ټاکنو کې دویم پیاوړی ګوند وي. ورپسې به سوسیال دیموکرات ګوند (SPD)، زرغون ګوند (Bündnis90/Die Grünen) او کیڼ اړخي (DIe Linken) یو په بل پسې لوړې رایې ترلاسه کړي.
د آلمان آزاد ډیموکراتیک ګوند (FDP) او د زارا واګنکنشمت اتحاد (BSW) احتمال لري چې له پنځو سلنې څخه کمې رایې ترلاسه کړي او له همدې امله به پارلمان ته د دننه کیدو توان ونه لري.
وروستۍ نظرپوښتنې دا هم ښيي چې د جرمني ۲۰ سلنه وګړي چې د رای ورکولو وړ دي، په دې اړه زړه نا زړه دي چې چاته رایه ورکوي.نو له همدې امله، د جرمني راتلونکی پارلمان به د اوسني پارلمان په پرتله کوچنی وي، د څوکیو شمیر به یې ۶۳۰ ته محدود وي، چې د اوسني پارلمان په پرتله به ۱۰۰ څوکۍ کمې وي.