«په آلمان کې شا او خوا ۱۸۰۰ کم عمره پناه غوښتونکي لادرکه دي»
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبهد فونکه په نوم رسنۍ د راپور له مخې د روان کال مارچ مياشتې تر وروستيو پورې په ټولیزه توګه ۱۰۷۴ تنکي ځوانان او ۷۱۱ ماشومان چې ټول ۱۷۸۵ تنه کيږي، د آلمان په ادارو کې د قانوني عمر نه ښکته کسانو په توګه ثبت شوي دي.
دغه راپور کې، چې د آلمان حکومت د کيڼ اړخو په غوښتنه د ورکړل شويو معلوماتو پر اساس چمتو شوی او نن دوشنبه خپورشوې دی، راغلي: ډيری دغه لادرکه شوي ماشومان او تنکي ځوانان د افغانستان، سوريې، مراکش، ګينیا او سومالیا څخه دي. دا په داسې حال کې ده، چې د يادو سرچينو د معلوماتو له مخې دغه شمير د تير کال په پرتله لږ شوې دې.
په ۲۰۱۸م کال کې په ټوليزه توګه د ۴۱۸۷ ماشومانو او تنکيو ځوانانو او د ۲۰۱۹م کال په پيل کې د ۳۱۹۳ تنو د لادرکه کيدو په اړه راپور ورکړل شوې وو. د ډله ايزې رسنۍ فونکه د رپوټ له مخې د آلمان حکومت د دغه کم عمره پناه غوښتونکيو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ورکيدلو شمير د کمښت په دې توګه تشريح کوي، چې په دې موده کې ډيرې دغه تنکي ځوانان خپل قانونې عمر ته رسیدلې او په دې توګه د ماشومانو او تنکيو ځوانانو په ډول يې نومونه نه ثبتيږې.
برسيره پر دې په وروستيو کلونو کې آلمان ته د نويو پناه غوښتونکو راتګ هم ډير کم شوی دی ځکه نو دغه راپورد آلمان حکومت له ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۱۹ پورې په ټوليزه توګه د ۲۱ زره پناه غوښتونکو دوسيې چې قانوني عمر يې نه دې پوره کړې او په ادارو کې د لادرکه کسانو په توګه ثبت شوې وو، حل شوې دې.
د آلمان حکومتي سرچينو د معلوماتو له مخې دغه کسان چې د پناه غوښتني بهیر يې روان وو، يا له خپلو کورنيو سره په آلمان کي يوځای شوي او يا يې هم نورو اروپايي هيوادونو ته سفر کړې. د پناه غوښتونکو ماشومانو او تنکيو ځوانانو د ورکيدلو يو لامل د دوی د اوسیدلو له ځای څخه یې ناخوښې په ګوته شوې دی.