په آلمان کې د ټولنیز ژوند اداب: هغه څه چې بهرني سیلانیان یې باید وپيژني
هر هيواد ځانته ټولنیز چلند او اداب لري چې له نورو هيوادونو سره متفاوت وي. د انځورنو په دې البوم کې په آلمان کې د ژوند کولو اداب در پیژونو.
یو نارينه له یوې ښځې سره د روغبړ پر مهال
داسې تصور وکړئ چې آلمان ته تازه رارسېدلي یاست او یو ملګړی مو پیدا کړی دی. له ځانه څخه به پوښتنه کوئ چې په آلمان کې د رغبړ له پاره کومه طریقه غوره ده؟ ډېر خلک له خپلو ملکرو سره د لیدنې پر مهال یو بل ته لاس ورکوي او په ورته وخت کې د یوبل سترګو ته په ځېر ګوري. نږدې ملګري کېدای شي یو بل ته غېږه ورکړی یا هم يې ښکل کړي.
ته او که تاسو؟
ممکنه ده دا پوښتنه رامنځته شي چې خپلو ملګرو ته، «ته او که تاسو» ووایئ؟ آلمانان په رسمي ځایونو او لومړي مقلاتونو کې «تاسې» او په ملګرتیا فضا کې «ته» یو بل خطابوي. دا له پېژندګلوي بڼې سره هم تړاو لري، په داسې حال کې چې ځوانان او نېږدې ملګري یو بل ته «ته» کاروي.
په ټلفوني بڼه ځای ریزرف کول
تصور وکړئ چې غواړئ له خپل ملګري سره د ماښام ډوډۍ یو ځای نوشجان کړئ او غواړئ چې په یو ريستورانت کې میز ریزرف کړئ. معموملاً په آلمان کې که په دې موخه له ريستورانت سره اړېکه نیسئ، باید په لومړي سر کې خپل نوم او تخلص واخلئ او وروسته خپله موخه بیان کړئ. البته دا هم عادي خبره ده چې مقابل لوری د دوهم ځل له پاره له تاسو څخه د نوم او تخلص پوښتنه وکړي.
په آلمان کې وخت پېژندنه
هر وخت ویل کېږي چې آلمانان ډېر وخت پېژندونکي دي او له ځنډ څخه کرکه لري. دا واقعاً رېښتیا ده. د مثال په توګه کله چې له یو کس سره ماښام ۷ بجې وخت ټاکئ، باید پر وخت ځان ورسوئ او که ستونزه لرئ هغه پرې خبر کړئ. ورته مسأله په ريستورانتونو کې د میز ریزرف کولو له پاره صدق کوي. که ناوخته ورسېږئ نو میز مو له لاسه ورکړئ.
د خوراک پر مهال ځیني چلندونه
کله چې تاسو له خپل نوي ملګري سره د ډوډۍ مېز ته ناست یاست، کوم ټکي باید په پام کې ونیسئ؟ په آلمان کې خلک کله چې په خوړلو یا څښلو پیل کوي معمولا له (نوش جان) او (ښه اشتها ولرئ) په څېر معادلې کلمې کاروي. په ډکه خوله خبرې کول سپکاوی ګڼل کیږي. البته، په نورمال ريستورانت کې مېلمانه خپل پاتې شوي خواړه له ځانه سره وړي او له ريستورانت څخه وغواړي چې دا په یو بار مصرفو لوښو کې واچوي.
څښاک
ډېر آلمانان غواړي چې د ماښامنۍ پر مهال الکلي مشروبات وکاروي. له غوښو سره په عادي توګه سور واین او د وربشو اوبه او له کبانو سره سپین واین څښي. دا مهمه ده چې مخکې له څښلو لومړی د شراب ګیلاس پورته او د بل ملګري له ګیلاس سره وجنګوئ او په داسې حال کې چې د یو بل سترګو ته ګورئ له «نوش جان» سره معادله کلمه وایئ، چې په المان کې ورته«Prost» ویل کېږي. د افسانو له مخې دا اداب ښه چانس راولي.
د خواړه پیسې ورکوئ؟
په ريستورانت کې له ډوډۍ خوړلو وروسته به له ځانه وپوښتئ چې پیسې به څوک ورکوي؟ دا په دې پورې اړه لري چې تاسو له چا سره ياست. کله چې ملګري یوځای خواړه خوري، هرڅوک خپلې پیسې ورکوي یا هم په ګډه پیسې ټولوي. که دا ملاقات د ملګرې پیدا کولو له پاره وي نو عادي خبره ده چې نارینه له خپلې ملګرې غواړي چې د هغه بلنه ومني. عادي ده چې د ريستورانت کارکوونکو ته د خوراک د نرخ په پرتله لس سلنه انعام ورکړي.
کثافات
په آلمان کي د کثافاتو جلا کول ډېر مهم دي. هغه په دې معنی چي پلاستيکي کثافات په يوه کثافتدانۍ او د خوړو پاته شوي په بله کثافتدانۍ کي واچول شي.
ترافیک
کله چې د آلمان په لویو لارو کې موټر چلوئ، په دې به پوه شئ چې په زیاتره ځایونو کې د سرعت محدودیت نشته. د لویو لارو د لیکو مراعتول خورا مهم دي. هغه چلوونکي چې ورو موټر چلوي باید د سړک ښی خواته حرکت وکړي. چپه خوا د د ډېر سرعت او سیالۍ له پاره ده.
لوڅ ګرځېدل
په آلمان کې یو شمېرساحلونه شته چې خلک پکې په بشپړه توګه لوڅ وي. که داسې ځایونوکې راحت نه یاست نو ستونزه نشته تاسو کولای شئ هغو ځایونو ته ولاړ شئ چې هلته خلک په بشپړه توګه لوڅ نه وي. د«اف کا کا» لوحه په دې معنی ده چې دا ساحل د لوڅو خلکو له پاره دی. خو که سونا ته ځئ نو په یاد ولرئ چې زیاتره سوناګانې له لباس سره د ننوتلو اجازه نه ورکوي.