رپوټ: په آلمان کې تبعیضي چلند ډېر سوی
۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سهشنبهپه جرمني کې د تبعیض ضد خپلواکې ادارې کمیشنره فردا اتمان، وايي چې: "تبعیض په جرمني کې یوه مخ په زیاتیدونکې ستونزه ده. موږ له نژاد پالنې سره لویه ستونزه لرو. موږ د جنسیت سره لویه ستونزه لرو. او موږ د معلولیت لرونکو خلکو ته د مساوي ګډون ورکولو له پاره پراخه لیوالتیا نه لرو" .
هغه د مشورو په غوښتنو کې زیاتوالی د قانون پر حاکمیت د باور نښه گڼي، ځکه په خبره یې مخ په زیاتیدونکي ډول خلک "خپل حقونه پیژني او د تبعیض په وړاندې له ځانه دفاع کوي." په ځانګړي توګه د نژاد پرستۍ په وړاندې: تیر کال له ۳۸۰۰ څخه زیاتو کسانو په دې اړه خپلې تجربې شریکې کړي دي - نږدې هره دوهمه مراجعه د تبعیض ضد دفتر ته.
اړوند:آلمان: تر ۶۰ سلنه ډېر تورپوستي او مسلمانان راسیزم تجربه کوي
نژاد پالنه د تبعیض د تر ټولو عام شکل په توگه پاته ده
ایمان قصاروا، دآلمان په ختیځ کې د مهاجرینو د څو سازمانونو د اتحاد ډاموسټ اجرایوي مدیر دی. د تبعیض ضد ادارې په کلني رپوټ کې، هغه څرگندوي چې څرنګه اغیزمن سوي کسان له نژاد پرستۍ سره مخامخ کیږي: " په ځانګړي توګه مهاجر ځوانان ډیری وختونه په ښوونځیو کې د نژاد پرستۍ له بریدونو سره مخامخ کیږي، پرته له دې چې هغوی د اړيکې نیولو له پاره وړ کسان ولري."
په تیره بیا تورپوستي نارینه او هغه تور پوستې ښځې چی پوړنی لري د راسیستي بریدونو هدف گرځي. قصاروا وایی:«هغوی ته ډیری وخت پر سړکونو توهین کیږي، ورباندي توف کیږي او یا هم برید ورباندي کیږي، ځیني وخت یې له سره پوړنی ايسته کیږي.» همدارنگه د کار کولو پر وخت هم له دغو ښځو سره تبعیضي چلند کیږي. نوموړی زیاتوي :« د مثال په ډول په روغتونو کې ډاکټرانې له مریضانو څخه اوري چې وايي: زه نه غواړم چې دغه ښځه ما معاینه کړي»
ښځې په کارځایونو کې : جنسیتي تبعیض او مسلکي خنډونه
دا چې ښځې په ځانګړي ډول د نژاد پرستۍ هدف گرځي، کومه تصادفي خبره نه ده. ډیری یې د دوه ګوني تبعیض سره مخامخې دي. په ۲۰۲۴ کې د جنسیتي تبعیض په اړه د مشورو ۲۱۳۳ غوښتنې ترلاسه سوې - چې دا شمیر د پنځو کلونو دمخه په پرتله دوه چنده زیاته ده. فردا اتمان، وايي: "د جنسیت پر بنسټ تبعیض لا هم زموږ په ټولنه کې ژورې ریښې لري - او هغه یو وار بیا مخ په زیاتیدو دی."
اړوند:څېړنه: ډير افغانان په آلمان کې د تبعيض احساس کوي
په دې تړاو مرسته ډیری وخت په ورځني کاري ژوند کی لټول کیږي. هلته ښځې ډیری وخت له جنسي ځورونې سره مخامخ کیږي: لکه غیرمناسب حرکتونه، ځورونکي اشارې او همدارنګه ناغوښتل سوي لمس کول او له جنسي مفاهیمو سره ایمیلونه.
همدارنگه که چیرې دوی امیندواره وي یا د والدینو له رخصتۍ وروسته بیرته کار ته راستنیږي، نو دوی د ترفیع په برخه کې هم له ستونزو سره مخ کیږي. دوی ډیری وخت د دندې له پاره مساوي فرصتونه نه ترلاسه کوي. له دې څخه په ځانګړي ډول هغه مسلمانې میرمنې اغیزمنې کیږي چې پوړنی پر سر کوي، د مثال په ډول د کار له پاره د هغوی غوښتنلیکونه ډیری وختونه رد کیږي.
"د عمومي مساوي چلند د قانون اصلاح له ډیره وخته راهیسې ځنډول سوې ده"
اتمان، وايي «د تبعیض ضد پالیسي هیڅکله هم دومره مهمه نه وه. له حکومت څخه غوښتل سوي چې په قاطع ډول له تبعیض سره مبارزه وکړي او د عمومي مساوي چلند قانون اصلاح کړي.» د تبعیض ضد خپلواکه کمیشنره همدا راز غوښتنه کوي چی :"په آلمان کې ډیری وخت په غیرقانوني ډول د موټرو پارکینګ کوونکو ته، د نورو خلکو په وړاندې د تبعیض په پرتله ډیره سزا ورکول کیږي."
اړوند:په المان کي د تبعيضي چلند ستونزه
دا قانون، په ۲۰۰۶ م کې تصویب سوی او په دې ډول تقریباً ۲۰ کاله زوړ دی، که څه هم هغه له تبعیض څخه په ساتنه کې یو مهم گام و، خو له هغه وخت راهیسې یو ځل هم اصلاح سوی نه دی او د اتمان په خبره نور له وضعيت سره برابر نه دی. داځکه چی هغه په حکومتي ادارو کې د تبعیض په برخه کی نه پلي کیږي: په دفترونو او ادارو، قضا، عامه ښوونځيو، او یا د پوليسو په څانګه کې.
د اتمان په خبره «په اوس وخت کې، موږ دا ډول یو بې معنی حالت لرو چې خلک د ښوونځي یا عامه دفتر په پرتله په سوپر مارکیټونو کې لهتبعیض څخه ښه خوندي دي.» له همدې امله د تبعیض ضد خپلواکې کمیشنرې غوښتنه داده چې: "تبعیض یوازې د هغو کسانو له پاره ستونزه نه ده چې تجربه کوي یې. تبعیض اقتصاد ته زیان رسوي، ډیموکراسي او په عمومي ډول زموږ اساسي قانون له خطر سره مخامخ کوي."