په آلمان کي ۲۲ مرکزونه تر نورو زيات پناه غوښتنې ردوي
۱۳۹۸ مهر ۳۰, سهشنبهد آلمان د ARD رسنۍ د يوه راپور له مخي په دغه هيواد کي د کډوالو او مهاجرو د چارو ادارې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتولو ۲۲ داسي مرکزونه سته چي پکښي د پناه د ردېدو شمېر تر نورو مراکزو زيات دی.
بامف يا د کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان ځانګړې فدرالي اداره، د پناه غوښتنې څخه نيولې بيا د هغوی د دوسيو تر ارزيابي پوري چاري پر غاړه لري.
د يادي رسنۍ د ژورناليست ميشايل شتېمپل په يو راپور کي چي د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه د يادي رسنۍ پر وېبپاڼه خپور سوی ؤ، د يادو ۲۲ مراکزو په هکله معلومات راغلي دي. دغه معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت له هغه جواب څخه اخيستل سوي دي چي پکښي د آلمان په پارلمان کي د چپ گوند پوښتنو ته جوابونه ول سوي ول.
د آلمان د کورنيو چارو وزارت د جواب په حواله په راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي دننه د پناه غوښتونکو د قبولۍ او يا نه قبولۍ فيصدي په ځينو مرکزونو کي يو او په ځينو کي بل ډول وي.
د يادو شمېرو له مخي د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نيمايي کي په ټوليزه توګه په ۲۲ مرکزونو کي پناه غوښتني ته منفي جواب زيات ؤ. په دې ترڅ کي په يادو مراکزو کي د پناه غوښتني د رد جواب تر لاسه کېدو کچه د آلمان د ټولو نورو مراکزو له اوسط څخه ۱۰ سلنه جګه وه.
په دې توګه نو هغه پناه غوښتونکي چي په دغو ۲۲ مراکزو کي د پناه غوښتنه کوي، د منفي جواب تر لاسه کولو چانسونه يې تر نورو زيات وي.
په زياتو هغو مراکزو کي چي د »ختيځ برلين« په سيمه کي واقع دي، د رد جواب د توجه وړ بلل سوی دی. د دې تر څنګ په آيزن هيوتن شتدت، کېمنيڅ، درېسدن، زوهل او هالبر شتدت کي واقع مرکزونو کي د پناه غوښتنې د منفي جوابونو کچه لوړه بلله سوې ده.
په يادو مرکزونو کي په زياته د عراق، افغانستان، ترکيې او ايران پناه غوښتونکو د خپلو پناه غوښتونو په ترڅ کي زيات منفي جوابونه ترلاسه کړي دي.
د آلمان په بايرن ايالت کي واقع د بامف د پناه غوښتنې د ثبت ځيني مرکزونه هم د اوسط شمېر په پرتله د زياتو منفي جوابونو له کبله د توجه وړ ګرځېدلي دي.
د بېلګې په توګه د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نيمايي کي ۶۷،۳ سلنې سوماليايي پناه غوښتونکو په آلمان کي د پناه غوښتني مثبت جوابونه ترلاسه کړي. خو د بايرن ايالت په څيرن دورف کي دغه فيصدي ۴۶،۹ سلنه او په شواينفورت کي ۴۸،۸ سلنه وه. په دې توګه نو په دغو مرکزونو کي د آلمان د اوسط په پرتله د ۲۰ سلني توپير موجود ؤ.
په هامبورګ، باد فولينګبوستل او نوستورف هورست کي هم د پناه غوښتني د منفي جوابونو شمېر تر اوسط زيات ؤ.
د کيڼ اړخي ګوند سياستوالي اولا يېلپکه پر دغو شمېرو نيوکه کړې او غوښتنه يې کړې ده چي دا بايد يقيني سي چي په ټول آلمان کي د پناه غوښتنې د ارزولو او د قبولۍ چانسونه برابر او پر عدالت ولاړ وي.
اې ار دي/ ا.و.ا. / ن.ز.