په آلمان کي څنگه يو خر د ترافيکي گډوډۍ لامل شو؟
۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبهد چهارشنبې په سهار د آلمان په شمال کې له سرکس څخه تښتیدلی یو ګوره خر پر يوه لویه لار (A20) باندي د موټرو د تګ راتګ د ګډوډیدو او د یوه ټکر د رامنځ ته کیدو وروسته پولیسو ويشتلی او وژلی دی.
دغه ګوره خر د آلمان په شمالي ایالت مېکلنبورګ فورپومین، کې له یوه سرکس څخه د سه شنبې په شپه له دوو تښتیدلو خرو څخه یو وو.
د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې «دغه حیوان د عمومي لویې لارې» په مخالف مسیر کې د حرکت په حال کې وو. کله چې دغه ګوره خر لا پر عمومي لاره وو نو پولیسو د خبرداري له پاره یو ټویټ هم خپور کړی وو، څو د موټرو د تګ راتګ په برخه کې د احتمالي ګډوډۍ مخه ونیول شي.
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې کله چې یوه موټر د دغه حیوان د بچولو له پاره بریک ونیو نو د یوه بل موټر سره د ټکر سبب شو. په دغه پيښه کې کوم کس ټپي شوی نه دی. دغه مهال پولیسو د ګوره خر د خوندي کولو هڅه وکړه.
تښتیدلی خر وويشتل شو
مخکې له دې چې ګوره خر له سړکه غاړې ته شي، پولیسو د نیم ساعت له پاره دواړو لورو ته عمومي لاره تړلې وه. له عمومي سړکه تر لیرې کیدو سملاسي وروسته دغه خر له سرکس څخه د تښیتدلي بل ګوره خر سره د پيښي ځای ته څیرمه په ځنګل کې يوځای شو.
د دې په تعقیب یو ګوره خر تر نیول کیدو وروسته بیرته سرکس ته یوړل شو او بل ګوره خر بیا تر دې څو ساعته وروسته پولیسو وویشت. د ګوره خر د ویشتل کیدو جزئیات لا نه دي ورکړل شوي.
دا خبره لا معلومه نه ده، چې دغه حیوانات څرنګه له سرکس څخه تښتیدلي دي. اوس عمومي لویه لاره د ټرافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوې ده.