په آلمان کي يوې ښاروالۍ ته د يوه مسلمان کانديد سره مخالفتونه
۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبهد سوسيال مسيحيانو له گوند څخه د ښاروالۍ له پاره دغه مسلمان کاندید د بایرن ایالت د والرشټاین ناحیې له پاره ځان کاندی کړی ؤ، چي تر ټولو دمخه د هغه ځای د گوندي غړو له خواو ورسره مخالت وسو. بلاخره هغه مجبوره سو چي د خپلي کاندیدۍ څخه تیر سي. خو ددې کار سره په ټوله جرمني او هم د سوسيال مسيحيانو گوند په دننه کي مخالفت مخ پر ډیریدو سو.
د سوسيال مسيحيانو گوند مشر،مارکووس زویدر، د بایرن ايالت له راډیو سره په خبرو کي وويل: «څوک چي د سوسيال مسيحيانو اساسنامې ته وفاداره وي، هغه باید یو ښه کاندید هم وي.» زویدر د خپل حزب عمومي منشي، مارکووس بلومه ته وظیفه ورکړه چي دغه قضیه وڅيړي.
د سوسيال مسيحيانو افتخاري مشر، تیو وایگل نن سه شنبه(د ۲۰۲۰ م کال د جنورۍ ۷ مه) «اوکسبورگر الگیماین» ورځپاڼي ته وویل: «زه دا اساساً غلط بولم چي یو څوک چي زموږ ارزښتونه هم مني، یوازي دي د هغه د عقیدې او مذهب په سبب د یوه مقام له پاره له کاندیدۍ څخه تیریدو ته مجبوره سي.» هغه همدارنگه وویل: «په داسي یوه وخت کي چي د ټوله جهان د ادیانو ترمنځ یوه ډیایالوگ ته عاجل ضرورت دی، باید دغه ډول یو څه پيښ نه سي.«
تیو وایگل په خپلو خبرو کي همدارنگه وویل چي «که څه هم سوسيال مسيحي گوند د عیسویانو له خوا تأسییس سوی دی، خو حتی د تیر قرن په پنځوسمو کلونو کي لا د هغه وخت د حزب مشر، هانس زایدل ددې له پاره مبارزه کوله چي د نورو عقیدو او ادیانو پیروان یې هم په حزب کي ځای ولري.» په خبره یې نو دا کار نن ورځ تر پخوا او هغه وخت هم ډیر مهم سوی دی.
تیره شنبه معلومه سوه، چي په والر شټاین کي د ښاروالۍ له پاره د سوسيال مسيحيانو کاندید سېنیر ساهید به د خپلي کاندیدۍ څخه تیر سي. دغه ۴۴ کلن مسلمان کاندید د هغه دلیل په گوند کي له هغه سره مخالفت او احتجاجونه وبلل.
ساهید، کاتولیکي عیسوي خبري آژانس(KNA ) ته وویل، چي هیچا زما په شخصي مسلکي توب او صلاحیت کي شک نه درلود، خبره یوازي زما د دین او مذهب وه. هغه ويلي دي چي دی خپله د همدردۍ، جنازو او يا نورو مراسمو له پاره تر هغو کسانو ډير کليسا ته ځي چي د ده پر کانديداتورۍ باندي يې انتقاد کړی دی.
ساهید همدرانگه وویل: «زه یو مذهبي سړی یم. زما له پاره خدای یوازي په مسجد کي نه، بلکي هغه مثلأ د یهودانو په کنیسه کي هم موجود دی. خُسر مي کاتولیک او خواښې مي پروتستانت عیسوۍ ده. ښځه مي هم. زما کوچنیان ارزو لري چي د یوه دین او مذهب پانده و نه اوسي.«