شخړي
په آلمان کي يوه افغانه ميرمن په چړو وژل سوې
۱۳۹۸ دی ۵, پنجشنبهاعلان
د وژل سوي ښځي ۳۱ کلن خاوند به نن پنجشنبه د محکمې مخي ته حاضر سي. د هغوی يوې گاونډۍ د چهارشنبې په ماښام هغه وخت پوليسو ته خبر ورکړ چي د دغو افغانانو ښځي او ميړه ترمنځ د شخړې آوازونه يې تر غوږ سول.
کله چي پوليس د هغوی کورته ورسيدل، اول يي څوک تر سترگو نه سول. تر يو څه پلټني وروسته يي د يوې ښځي جسد پيدا کړ چي يو څو متره آخواته د يوه کور په انگړ کي پروت وو.
تر عاجل تيلفون نيم ساعت وروسته چارواکي په آپارتمان کي د هغې له خاوند سره مخامخ سول. د پيښې د علت په اړه تر اوسه پوليسو او لويي څارنوالۍ نور جزيات نه دي ورکړي، دا ځکه چي په دې هکله پلټني لا ادامه لري.
دا اول وار نه دی چي په آلمان کي يوه افغانه ميرمن د خپل خاوند له خوا وژل کيږي، څه وخت مخکي هم يوه ۲۶ کلنه افغانه د کورنۍ شخړې په نتيجه کي د خپل ترکي الاصله خاوند له خوا ووژل سوه.