په آلمان کي ولي د گازي وسلو د جواز غوښتنه زياته شوې؟
۱۳۹۸ شهریور ۱۳, چهارشنبهد « Rheinische Post» ورځپاڼې له خوا د ترسره شوې نظر پوښتنې په حواله نژدې ۶۴۰۰۰۰ آلمانان اوس د کوچنۍ وسلو لايسنسونه لري چې دا تر تېرکال ۳۰۰۰۰ زيات دي. د ۲۰۱۴م کال په پرتله دا شمير بيا ډېر لوړ دی. هغه وخت کابو ۲۶۰۰۰۰ کسانو دغه ډول جوازونه درلودل.
د آلمان د پوليسو له دوو سترو صنفي اتحاديو څخه یې د يوې مشر وويل چې نوې احصايه په خلکو کې د «ناامنۍ احساس» ښکارندوي کوي.
د آلمان د پوليسو د صنفي اتحادیې «Gewerkschaft der Polizei» مشر اوليور مالکوف، هغې پېښي ته په اشارې سره چې په ترڅ کې يې د شمالي افريقا يو شمیر ځوانانو د ۲۰۱۶م کال په شپه ښځې ځورولي وې او جيبونه یې وهلي ول، وويل: «لږ ترلږه د ۲۰۱۵م کال د وروستۍ شپې له پېښو راهېسې خلک ظاهراً ځان ډېر غېر خوندي احساسوي.»
تر دې پېښې وروسته د لايسنسونو له پاره په غوښتنو کې زياتوالی وليدل شو.
په آلمان کې په اصطلاح د کوچنۍ وسلو جوازونه نسبتاً په آسانه ترلاسه کيدلی شي: په عمومي ډول هر هغه څوک دغه وسله ترلاسه کولی شي چې سن یې تر ۱۸ کالو زيات وي، کومه جنايي سابقه و نه لري او په «جسمي او رواني» توگه روغ وي.
د دې جواز لرونکی کولی شي يوه گازي توپانچه چې تش ډز او لوړغږ کوي، په عامه ځایونو کې له ځانه سره وگرځوي. خو دغه ډول توپانچې سړی په کور کې بې له جوازه هم ساتلی شي.
بالقوه ستونزې
کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه وسلې له اصلي وژونکو وسلو سره ډېر ورته والی لري او که له ډېر لنډ واټن څخه وکاروله شي نو مرگونې هم ثابتېدلای شي. مالکوف همدا راز په عامه ځايونو، سړکونو او کوڅو کې د دغو وسلو د زياتېدو له وجې د رامنځته کيدو بالقوه ستونزو څخه هم خبرداری ورکوي.
هغه وايي: «دا وسلې د امنيت يو غولونکی احساس ورکوي او يا چې لرونکی یې د ځان د دفاع له پاره ژر استفاده کوي.»
نوموړی زياتوي: «دقيق همدا هغه څه دي چې وضعيت خرابوي او له ځان څخه دفاع کوونکی په يوه عامل بدلولی شي.» مالکوف په دې آند دی چې د جرمني پر سړکونو د امنيت د ټینگولو ښه لاره داده چې د پوليسو حضور پياوړی شي.
ورځپاڼې چې د آلمان د ټولو ۱۶ ايالتونو د کورنيو چارو وزارتونو د ارقامونو په حواله دا نظر پوښتنه ترتيب کړې ده، ويلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې څه نا څه ۵،۴ ميليونه ميله وسله په شخصي ملکيت کې وه. په دې کې تر توپانچو ټوپک زيات ول.
(BS/NZ (KNA, dpa