په آلمان کي له تیري شپې راهیسې سخت طوفان ادامه لري
۱۳۹۸ بهمن ۲۱, دوشنبهد »زابینه» طوفان تر ټولو دمخه هغه خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړل، چې د دوشنبې په ورځ (د فبروري میاشتې ۱۰مه نیټه) له یوه ځای څخه بل ځای ته په حرکت کې ول.
په آلمان کي د دوشنبې د سهار تر لسو بجو پوري د اوږدې فاصلې ریل گاډي بند وو. د ریلونو نیمه دولتي شرکت ویلي دي کله چي معلومه سي چې کومي پټلۍ بندې دي، بیا به نو بیرته هغه خلاصې او په تدریج سره به هغوی ته د تگ راتگ اجازه ورکړي. خو دا هم ممکنه ده چې بادونه او طوفانونه نن ټوله ورځ دوام وکړي. د لنډي فاصلې ریلونه هم منظم نه وه او ډیر یې لغوه سوي وو.
د دغه شرکت یوه ویاند وویل کله چې بادونه یو څه راکم سي بیا به نو د څرخي الوتکو په مرسته دا معلومه سي چې ایا «د پټلیو ځيني برخي اوس هم خرابي او د ونو د ښاخلو د ورماتیدو او ورلویدو خطر موجود دی؟»
همدغه شرکت خپلو مسافرو ته د شنبې په ورځ لا اطلاع ورکړې وه چې د یکشنبې او سه شنبې د ورځو تر منځ دي د هغو څخه د امکان تر حده پوري استفاده نه کوي.
په همدې حال کي ډیر موټر چلونکي هم پر اکثرو سړکونو باندي د ونو د ورلویدو او ماتیدو په سبب د ممانعتونو سره مخامخ سول. په دوو ایالتونو، نیدرساکسن او نورد راین ویستفالن، کي آن د لویو لارو ځیني برخي د موټر چلونکو پر مخ بندي وې.
په ساحلونو کي د طوفان خطر
د آلمان په ډیرو برخو لکه د نورد راین ویستفالن، هېسن، بریمن او بایرن ایالتونو په ځینو برخو کي مکتوبونه د دوشنبې په ورځ تړلي پاته سول. د شمالي بحیرې په ساحلونو، هامبورگ او برېمن کي د دوشنبې ورځي تر غرمې وروسته د سختو بادونو او طوفانونو د رامنځته کیدو خطر موجود دی.
په ډیرو هوايي ډګرونو کي په سل هاوو پروازونه لغوه سوي دي. د ایرو وینگ هوايي شرکت تقریبأ خپل ټول پروازونه ځنډولي دي.
ټپیان او پيښي
د یکشنبې په ورځ لا ډیرو کسانو ته تاوانونه رسیدلي دي. په زاربروکن کي دوه کسان د وني د چپه کیدو له کبله ټپيان سول چي د یوه وضعیت یې د اندیښنې وړ دی. په پادربورن کي بیا یو ۱۶ کلن کس د وني د یوه ښاخ د ماتیدو له کبله زخمي سو.
د ریلونو د تگ راتگ پر وخت هم ځیني پيښي رامنځته سوي دي. په ایمسلنډ کي یو ریل گاډی د یوې چپه سوي وني له کبله له خط څخه تر وراوښتلو وروسته عادي سړک ته ورداخل او بیا بند پاته سو. دغه ریل چي د امستردام څخه برلین ته روان وو، ۳۰۰ تنه پکښي سپاره ول. د نورد راین ویستفالن ایالت په یوه کوچني ښار کي یوه ونه پر ریل باندي ورولویده او نوري ډيري دا ډول پيښي هم رامنځته سوي دي.
د جرمني د هواپيژندني ادارې(DWD ) د «زابینه» طوفان د خپل شدت په سبب په دوهمه لوړه درجه کي راوستلی دی. خو بیا هم د هغه شدت د «کایرل» طوفان په اندازه نه وو چي په ۲۰۰۷م کال کي یې سخت تاوانونه رامنځته کړي ول.