په آلمان کي د مهاجرو درو پروژو جايزې وگټلې
۱۳۹۶ آبان ۵, جمعهد آلمان په درو ښارونو فرايبورګ، برلين او فرانکفورت کې د مهاجرو پروژو له پاره د سل زره يورو جايزه چې د آلمان پر ټولنه د مدغم کیدلو بنسټ هيرتې له خوا ځانګړي شوې وې، ورکړل شوې.
د پنجشنبې په ورځ لومړۍ درجې جايزه چې پنځوس زره يورو وې د فرايبورګ له ښاره د پناه غوښتونکو پروژې ته ورکړه شوه. د آلمان د فرايبورګ ښار د (بايسکل پل) نومي پروژې څخه د دغه بنسټ وياندې وويل: «دا د هغو ښځو له پاره ځانګړي شوي وي چې تيښته يې کړي او هغوې ته په ټولنه د ادغام له پاره د بايسکل زده کړه ورکول کيږي، تر څو د سیاحت او ګرځيدو را ګرځيدو اسانتياوې ورته برابرې شي.»
ديرش زره يورو چي د (څوباکا) په نوم پروژې له پاره ځانګړي شوي وې له فرانکفورت څخه په دغه پروژه کې د ځوانو مهاجرينو له پاره په ښوونځيو کې د زده کړې له پاره اسانتياوي برابروي. دغه بنسټ د پروژو کار په تطبیقي ډول کوي، په دې ډول چې د ځوانانو له پاره داسې لارې چاري برابروي، څو دوی وکولاي شي خپله راتلونکي په خپله جوړه کړي.
د شل زره يورو جايزه په برلين ښار کې د پناه غوښتونکو له پاره د(مهاجرو هرکله راشئ) پروژي ته ورکړل شوه. دغه پروژه د اوسیدلو له مېنو لري مهاجرو له پاره يوځای هستوګن ځایونه جوړوي.
دغه د ادغام کيدلو جايزې، په روان کال کې د لومړې ځل له پاره ورکړل شوې. په ټوليزه توګه د دې جايزې د ګټلو له پاره دوه سوه پنځوس پروژې کانديد شوې وې. له دوی څخه يې اته فاينل ته ورسیدلې چې درې يې ګټونکې شوې.
زموږ له ارشيف څخه: