په آلمان کي د داوطلبانو پراخه ونډه لري
ملگرو ملتونو په ۱۹۸۵م کال کې د دسمبر میاشتې ۵ د داوطلبانه فعالیتونو نړیواله ورځ وټاکله. په دې ورځ په آلمان کې د هغو کسانو ستاینه کیږي چې د ټولګټو کارونو په برخه کې یې ځانګړي فعالیتونه کړي وي.
د ورزش په برخه کې داوطلبانه کارونه
په آلمان کې د داوطلبانه خدماتو په برخه کې تر ټولو ډیر خلک یعنې ۳۷،۳ سلنه یې د ورزش په برخه کې فعالیت لري. تر ۸ میلیونه او ۸۵۰ زرو ډیر آلمانان په میاشت کې شاوخوا ۲۰ ساعته په دواطلبانه ډول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د مختلفو ورشونو په برخه کې روزنه ورکوي.
په وړکتونونو او ښوونځیو کې داوطلبانه خدمات
د داوطلبانو شاوخوا ۲۱ سلنه په ښوونځیو کې په وړیا او افتخاري ډول کار کوي. دوی په دې ډول تر ډیره د ښوونځیو د روزونکي پروسنل د اوږو بار کموي.
کلتوري خدمات
تر دوه میلیونو ډیر داوطلبان په موزیمونو، نندارتونو او د موسیقۍ په مرکزونو کې په داوطلبانه ډول خدمات ترسره کوي.
ټولنیز خدمات
په ټولنیزه برخه کې داوطلبان له مهاجرو او زړو خلکو سره مرسته کوي. دوی همدارنګه له اړینو او بې وزله کسانو سره د خوړو د ویشلو په برخو کې همکاري کوي. دغه کسان له مارکیټونو او نانوایانو څخه خوراکي توکي راټولوي او د بې وزلو ټولنیزو مرکزونو ته یې وړي او هلته یې پر اړينو کسانو ویشي.
د اطفایې په برخه کې
شاوخوا ۱،۲ میلیونه تنکي ځوانان په داوطلبانه ډول د اور وژنې په برخه کې فعالیت کوي. اطفایه په آلمان کې د ټولګټو خدماتو مهمه برخه ده.
ډیجیټال داوطلبانه خدمات
په نني عصر کې بې کمپیوټره د ژوند ډيري چارې په اسانۍ سره پر مخ نه شي تللی. مینه وال کولی شي چې د انټرنټ له لارې د مختلفو سازمانونو او ټولنو د پروژو او پروګرامونو په هکله معلومات ترلاسه او ځانونه د خپل مسلک او لیوالتیا مطابق داوطلبه کارونو له پاره نوم ثبت او راجستر کړي.
په آلمان کې د داوطلبه کارونو شمیرې
تر ۳۰ میلیونو ډیر آلمانان د ټولګټو خدماتو په برخه کې کار کوي. بی له دې چې د داوطلبانو له خدماتو څخه استفاده وشي د ډیرو خدماتو عملي کیدل به ناممکنه وای. د داوطلبانه خدماتو لویه برخه تقاعد شوي کسان کوي. دغه متقاعدين په میاشت کې ۱۲ ساعته د ټولګټو خدماتو له پاره وقف کوي. ځوانان په میاشت کې له ۸ تر۱۰ ساعتونو پورې داوطلبانه کارونه کوي.
د داوطلبه کارونو له پاره انګیزه
له داوطلبه کارونو څخه خوند اخیستل د داوطلبه فعالیتونو د اجرا کولو له پاره د انګیزې تر ټولو لوی سبب دی. زاړه یا د پاخه سن کسان غواړي له نورو خلکو سره ارتباط ولري او خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي.
کوم کسان داوطبان کیږي؟
هغه کسان چې د سیواد کچه یې ټیټه ده او یا هم مهاجر دي، د ټولګټو خدماتو په برخه کې لږ فعاله دي. د دې په مقابل کې بیا هغه کسان چې لوړې زده کړې لري او اقتصاد یې ښه دی بې له دې چې معاش واخلي ډیر داوطلبانه کارونه کوي.
ټولنیز بدلونونه
د داوطلبانه خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې یوه لویه ستونزه له یو ځای څخه بل ځای ته د داوطلبانو کوچیدل دي. که یو کس د اوروژنې یا اطفایې په برخه کې روزنه ترلاسه کړي باید د یوې اوږدې مودې له پاره له اړوندې ادارې سره همکاري ولري. له همدې امله ډیر ټولنیز بنسټونه نه شي کولی داسې کسان ومومي چې له دوی سره په دوامداره توګه اوږدمهاله همکاري ولري، البته په داوطلبانه شکل.