په آلمان کي د الینیا طوفان د انځورنو په ژبه
د الینا طوفان له آلمان څخه د تیریدو په حال کی دی. د دغه طوفان په نتیجه کي د ریلگاډو بې نظمي، د الوتکو کنسل کیدل او سخت بارانونه رامنځته سول. د هغه پای لا نه ترسترگو کیږي.
د هامبورگ د کبانو په مارکیټ کي سخت باد او باران
د پنجشنبې په سهار د هامبورگ د کبانو مارکیټ تر اوبو لاندي سو. په هامبورگ کي د جرمني د هواپیژندني د ادارې ویاند وویل چي د سنت پاولي په ساحل کي د سهار پر پنځو بجو د اوبو سطحه ۱،۹۸ متره لوړه سوې وه.
د ریلگاډو په تگ راتگ کي بې نظمي
اطفایې د نوردراین ویستفالین د ایالت په دورستین کې یوه راچپه سوې ونه انتقالوي. په ټول آلمان په تیره بیا شمال کي د ریلگاډو تگ رتگ سخت بې نظمه سوی. د ریلگاډو یوه ویاند ویلي چي د هیواد په شمال کي تر غرمې پوري هیڅ کوم ریل تگ راتگ نه دی کړی.
بې شمیره اطفاییه او پولیس د فعالیت په حال کي دي
د پولیسو او اطفایی ادارو د پنجشنبې په سهار له ډیرو ماموریتونو څخه رپوټونه ورکړي. لکه دلته په نیدر زاکسن او باد بیوینسن کي بې شمیره وني پر کورونو او د بریښنا پر پایو رالویلي دي. دا کار د دې باعث سو چي د مثال په ډول په نورد راین ویستفالین ایالت کي شاوخوا ۵۴ زره کورونه پرته له بریښنا سي. خو ډیریو یې بیرته وکولای سول خپله بریښنا بیرته ترلاسه کړي.
پر یو موټروان باندي یوه ونه رالویدلې ده
په باډ بیوینسن کي د الینیا طوفان د یوه کس ژوند هم واخیست. د ۹ بجو په شاوخوا کي یوه ونه د یوه ۳۷ کلن ځوان پر موټر راولویده. د پولیسو په حواله نوموړی کس دومره سخت زخمي سو چي روغتون ته یې پر لاره ساه ورکړه.
په اولډینبورگ کي د لارۍ چپه کیدل
د جرمني اولډینبورگ ته نیژدې یوه لارۍ د موټرانو پر لویه لار چپه سوې ده. پر هغې باندي سخت طوفان برابر او هغه یې راچپه کړه. له نیکه مرغه د هغې موټروان روغ رمټ پاته سوی دی.
د کولن له زړې کلیسا څخه د ډبري د رالویدو خبرداری
دلته یوه لوحه لیدل کیږي چي لارویانو ته د کولن د ستري کلیسا څخه د ډبري له رالویدو څخه خبرداری ورکوي. په ټول نورد راین ویستفالن ایالت کي په دغه ورځ مکتبونه وتړل سول. همدارنگه په نیدرزاکسن او بایرن ایالتونو کي هم د سخت طوفان له امله زده کوونکي باید په خپلو کورونو کي پاته سوي وای.
مسافرین باید له حوصلې څخه کار واخلي
لکه دلته په برلین کي د جرمني د ریلونو د مرکزونو مخي ته خلک په کتارونو ولاړ ول. همدارنگه د برلین او براندنبورگ په هوایی ډگرونو کي د سفر کولو کارونه په ټپه ودریدل. خو د پنجشنبې په ماسپښین دغه طوفان یو څه کمزوری سو. د جمعې په سهار بیرته د «زینب» په نامه بل طوفان پیل سوی دی.