په آلماني ژبې نه پوهیدل، د مهاجرو د کارموندنې پر وړاندې خڼد
۱۳۹۷ آبان ۲۳, چهارشنبهد سه شنبې په ورځ د آلمان په نورنبیرګ ښار کې د کار بازار او شغل څيړنې انستيتوت (IAB) په «انلاین» ډول د ترسره شوې سروې په پایله کې وموندل چې په آلماني ژبه د پناه غوښتونکو نه پوهيدل د کار په بازار کې د هغوی د ادغام پر وړاندې خنډ دې.
د دې سروې په ترڅ کې د کاري آژانسونو او کارموندنې مرکزونو (Job Center) له شاوخوا ۱۰۰۰ کارکوونکو سره خبرې شوې دي.
سروي موندلې ده چې پر دې سربیره د ماشومانو او کورنۍ د پالنې اړتیا، په آلمان کې د کاري دودونو په اړه معلومات نه لرل او په ټولیزه توګه په دې هیواد کې د ښځو او نارینه و په نقش نه پوهیدل، د مهاجرو له پاره د کار موندل ستونزمنوي.
د څيړنې ترسره کوونکي وايې چې د کار موندنې ادارو او مرکزونو دنده ده چې د مهاجرینو له پاره د ژبې د زده کړې امکانات برابر کړي. له پوښتل شویو کسانو له ډلې څخه ۵۴ سلنه یې په دې اند دي چې په دې برخه سمدستي مرستو ته اړتیا شته. د هغوی په اند په ژبه سم پوهيدل په ټولنه د مدغم کیدو له پاره او د کاري مهارتونو د لوړولو په برخه اړین دي.
د کار بازار او شغل څيړنې انستيتوت ویلي: «پر ژبه له تسلط لرلو پرته، د یوه مسلک زده کړه او په کارځای کې پرمختګ تقریبا ناممکنه دی.»
دغه مرکز د آلمان د کارموندنې د فدرالې ادارې یوه برخه ده.
د کارموندنې آژانسونو له کارکوونکو څخه دا هم پوښتل شوي چې کوم اقدامات باید وشي چې د مهاجرو د استخدام په موخه د شرکتونو چمتوالی لوړ شي. د پوښتل شويو کسانو له ډلې څخه ۸۰ سلنه یې ویلي دي چې د ژبې د زده کړې او نقدې مرستو تر څنګ باید کارفرمایان له مهاجرو په امتحاني توګه استفاده وکړي او ځان پوه کړي چې هغوی څومره د کار شرایط پوره کوي.
پر دې سربیره د کار ترلاسه کولو پر مهال له رقابت هم یادونه شوې چې د څیړونکو په نظر مهاجر د ځایي کسانو په پرتله له سخت رقابت سره مخامخ دي.