پمپيو د نړۍ له رهبرانو وغوښتل چې له ظريف سره ونه ګوري
۱۳۹۹ شهریور ۲۷, پنجشنبهد امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د دوو ټويټري پستونو په خپرولو، اروپا ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير، محمد جواد ظريف د سفر له لغوه کولو څخه هرکلی کړی دی. په پام کې وو چې ظريف روانه اوونۍ پر اتومي توافق ناظرو مذاکراتو کې د ګډون په موخه درو اروپايي هيوادونو ته سفرونه وکړي.
که څه هم د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند، سعيد خطيب زاده، تر دې مخکې ويلي وو چې د محمد جواد ظريف سفر د کرونا وبا له امله د رامنځ ته شوو «لوژستيکي ستونزو» په دليل لغوه شوی، خو نړيوال شنونکي د ایران دغه تصميم د نويد افکاري د اعدامولو په اړه نړيوال اعتراضونه بولي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير، په يوه ټويټرې پيغام کې د نويد افکاري اعدام ته په اشارې ويلي دي، چې د ايران حکومت د نوید افکاري په اعدامولو سره غواړي د اعتراض کونکو په منځ کې بيره او وحشت خپور او په ايران کې د اعتراضونو غږ ټپ کړي.
مايک پمپيو، د نويد افکاري سختې شکنجې او اعدام ته په اشارې، د نړۍ له ټولو رهبرانو څخه غوښتي چې د خپلو اخلاقي ژمنو پر اساس د ايران د تاوتريخوالو په مقابل کې ودريږي او دا هر څه درک کړي.
پمپيو په يو بل ټويټري پيغام کې لیکلي چې د ايران دغه ډول کړنې بايد عواقب ولري. هغه په دغه ټويټ کې ليکلي دي: «د نړۍ رهبرانو لومړنی مهم ګام اوچت کړ او د ظریف سفر يې لغوه کړ. دغه سفرونه بايد تر هغه وخته چې ايران د نويد افکاري ورونه له زندانه آزاد کړي نه وي او د ټولو بې ګناهو بهرنيانو د آزادولو په اړه يې له سره کتنه نه وي کړي، بايد له سره تنظيم نه شي.»
په پام کې وو ظريف روانه اوونۍ د امريکا له خوا د ایران پر ضد د تحريمونو د غځولو د ميکانيزم د فعالولو او د نړيوالو تحريمونو د غځولو د غوښتنې پر اساس، آلمان، بريتانيا او فرانسې ته سفر وکړي.
له دغه سفر څخه موخه، د امنيت په شورا کې د ایران پر ضد د امريکا د دغه اقدام له پاره پر حل لارې خبرې کول او همدا ډول اروپايي بازارونو سره د سوداګرۍ د ښو لارو چارو موندل وه.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د نويد افکاري تر اعدامولو يوه ورځ وروسته، د محمد ظريف جواد د سفر له لغوه کولو څخه خبر ورکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې اروپايي هيوادونو د ظريف سفر لغوه کړی او له هغوی څخه يې غوښتنه کړې تر هغې چې ايران د نوید افکاري ورونه او بې ګناه بهرنيان له بنده نه وي خلاص کړي، په دغه سفرونو دې تجديد د نظر نه کوي.
دویچه وله ف/م.ک.ص./ب.ص.