پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبههند د چهارشنبه په سهار (۲۰۲۵ م کال د می ۷) اعلان وکړ چې په پاکستان او ددغه هیواد تر کنترول لاندي کشمیر کې یې څو ځايونه په نښه کړي دي. د هند د حکومت په خبره دغه بریدونه "د ترهگرو پر بڼسټونو دقیق بریدونه" ول.د پاکستان پوځ اعلان کړی چې دغو بریدونو د پاکستان تر کنترول لاندي کشمیر او همدارنگه پنجاب ایالت چې له هند سره پوله لري، په نښه کړی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، دغه بریدونه وغندل او د غچ اخیستو ژمنه یې وکړه. هغه وویل چې هند پنځه ځايه "بزدلانه بریدونه" تر سره کړل او پاکستان "په بشپړ ډول حق لري چې د هند دغه جنګي اقدام ته په ټول قدرت سره جواب ووايي او همداسي به هم وکړي."
اړوند:هند او پاکستان؛ لس ورځې کيږې د ډزو تبادله روانه ده
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چودهری دغه بریدونه د "کرکې پاروونکي" وبلل او ویې ویل:« پاکستان به د خپلې خوښې پر وخت او ځای کې جواب ووايي.»
د دواړو خواوو ادعاوې
د پاکستان د پوځ په خبره، د هند په دغو بریدونو کې لږترلږه۲۶ تنه وژل سوي او ۴۶ تنه زخمیان سوي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په قربانیانو کې ښځې او کوچنیان هم شامل دي، خو د تلفاتو دقیقه شمیره یې نه ده وړاندې کړې.
د پاکستان دولتي ټلویزیون هم ددغه هیواد د امنیتي چارواکو له خولې رپوټ ورکړی دی چې د پاکستان هوایي ځواکونو د هند دوې جنگي الوتکې رانسکورې کړي دي، خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکول سوي. د پاکستان د ملکي هوايي چلند د ادارې ویاند اعلان وکړ چې ددغه هیواد هوايي حریم د ۴۸ ساعتونو له پاره تړل سوی او د اسلام آباد او لاهور د هوايي ډگرونو الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول سوي دي.
اړوند:هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل
په داسي حال کې چې د پاکستان صدراعظم ویلي چې په دغه هیواد او د ولکې لاندې کشمير کې یې پنځه ځایونه تر برید لاندي راغلي، د هند د دفاع وزارت بیا اعلان کړی چې ۹ هدفونه ویشتل سوي دي. د هند حکومت ادعا کړې چې دغه عملیات "هدفمندانه، سنجول سوي او د شخړې د زیاتولو له پاره له هیڅ ارادې پرته" ول. د هند په خبره د پاکستان هیڅ ډول نظامي تأسیسات په نښه سوي نه دي او د اهدافو په انتخاب او د عملي کولو په طریقه کې له "لوی زغم" څخه کار اخیستل سوی دی.
هند همدارنگه اعلان کړی دی چې د پاکستان له خوا د ډزو په نتیجه کې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې لږترلږه درې تنه ملکیان وژل سوي دي. د هند د پوځ په خبره، د پاکستان پوځ پرته له کوم ټاکلي هدف څخه د "کنترول د کرښې" آخوا ډزې کړي او د هند پوځ به دغه اقدام ته "مناسب جواب" ورکړي.
د کنترول دغه کرښه چې "LoC" هم بلل کیږي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د کشمیر په سیمه کې د عملي سرحد په توگه پیژندل کیږي.
غبرگونونه
د ملگرو ملتو د سازمان عمومي منشي انتونیو گوتیریش، ددغو کړکیچڼو په هکله سخته اندیښنه څرگنده کړه او هند او پاکستان یې چې دواړه اټومي قوتونه دي له زغم څخه کار اخیستو ته راوبلل.
چین هم د خواشینۍ په څرگندولو او دغو بریدونو ته په اندیښنې سره له اسلام آباد او نوي ډیلي څخه وغوښتل چې "سوله او ثبات په لومړیتوبونو کې راولي." او "له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لاپسې پیچلی کوي." د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل:«هند او پاکستان داسي گاونډیان دي چې یو له بله نه سي بیلیدای. هغوی همدارنگه د چین گاونډیان هم دي.»
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ، د هند او پاکستان ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل »د خواشینۍ وړ« وبلل. د رویترز په حواله ترمپ، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل :"دا د خواشینۍ ځای دی، موږ همدا اوس په دې اړه پوه سو. داسې ښکاري چې خلک د تیرو وختونو پر بنسټ تر یوې اندازې پوهېدل چې یو څه به پیښ سي. هغوی له ډېره وخته راهیسې جګړه کوي."
نوموړي زیاته کړه :« هیله لرم چی دغه «تاوتریخوالی» ډیر ژر پای ته ورسیږي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو هم د ایکس په شبکه کې لیکلي چې بدلونونه په "دقت سره" تعقیبوي. هغه ټینگار وکړچې واشنگټن به "سوله ایزې حللارې" ته د رسیدو له پاره له دغو دواړو هیوادو سره تعامل ته ادامه ورکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د اپریل پر ۲۲ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګریز برید راهیسې زیات سو. په دغه برید کې، وسله والو کسانو د پهلګام سیمې ته نږدې په یوه سیاحتي سیمه کې ۲۶ کسان ووژل، چې ډېری یې هندي سیلانیان وو. د هند حکومت پاکستان په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړی، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
د کشمیر سیمه چې د همالیا په غرونو کې موقعیت لري، د هند او پاکستان تر منځ ویشل سوې ده، خو دواړه هیوادونه یې د بشپړ ملکیت ادعا کوي. د خپلواکۍ له وخت راهیسي، هند او پاکستان یو له بل سره درې جگړې کړي چې دوې یې د کشمیر پر سر وې.